Добавить новость
103news.com
World News
Июль
2025

ملګري ملتونه: کابل کې د طالبانو له‌خوا د ښځو نیول د دوی د سیستماتیک پالیسیو یوه برخه ده

0

د کابل په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو په اړه د غبرګونونو په دوام، د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي دا کړنې د ښځو د ځپلو لپاره د طالبانو د سیستماتیکو پالیسیو یوه برخه بللې ده، وېلي یې دي چې دغه وضعیت د افغانانو په منځ کې د وېرې او ناامنۍ څپه رامنځته کړې ده.

رېچارډ بېینټ پرون د جولای ۲۱مه په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه کې په یوه بیان کې په دې اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې د "حجاب" د نه مراعاتولو په تور د ښځو او نجونو د نیولو نوې څپه د هغو محدودیتونو یادونه ده چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې لګول شوي وو.

خو نوموړي ویلي، دا ځل د نیولو په جریان کې له ښځو سره د تاوتریخوالي راپورونه هم ورکړل شوي دي.

ښاغلي بېینټ په نړیواله ټولنه غږ کړی چې په کلکه د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وکړي او د جنسیت پر بنسټ د دغه ځورونو پر وړاندې ودريږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) هم په کابل کې د «حجاب نه مراعاتولو» په تور د ښځو او نجونو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول پېښې ښځې او نجونې نورې هم څنډې ته کوي او د وېرې په خپرولو د خلکو باور کمزوری کوي.

یوناما په یوه اعلامیه کې چې پرون د جولای ۲۱مه یې په خپله ایکس/ پخواني ټویټر پاڼه خپره کړې، ویلي چې دوی په کابل کې د نجونو او ښځو د وروستیو نیونو د راپورونو وروسته د طالبانو د حکومت له چارواکو سره اړیکه نیولې او په دې اړه یې د نورو معلوماتو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو یو شمېر عینې شاهدانې چې د ښځو د نیولو دا پېښې یې په خپلو سترګو لیدلي، ادعا کوي دغه وضعیت یوه وېرونکې فضا رامنځته کړې ده.

له ډلې یې یوه چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، د خپلو سترګو لیدلی حال له ازادي راډیو سره داسې شریک کړ:

"ومې لیدل چې ښځې یې د سړک پر سر درولې وې، ښځې چیغې وهلې، خو دوی له ښځو سره په تنده لهجه خبرې کولې، زه خپله د دې صحنې شاهده وم، ښځې ژړل، دغه وضعیت سل په سلو کې د وېرې فضا رامنځته کړې ده، او کله چې موږ له کوره بهر ووځو، نو په وېره تګ راتګ کوو."

نوموړې دا ادعا کوي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبین نارینه وو او هغه مېرمنې چې نیول شوې وې، ټولو حجاب مراعات کړی و.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعاله مېرمنې د طالبانو دا کړنې د ښځو سیستماتیکه ځپنه بولي او له خلکو غواړي چې د طالبانو پر وړاندې د ښځو ترڅنګ ودرېږي.

له ډلې یې مولودې توانا ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه دا د جنسیتي اپارتاید یوه برخه ده، چې د پلې کېدو په حال کې ده، له دې وروسته به آن ښځې له کوره د راوتلو جرأت هم ونه‌شي کولای، دې کار د کورنیو ترمنځ وېره او وحشت خپور کړی دی، خلک باید د دې نظام پر ضد راپاڅي او مقاومت وکړي."

د راپورونو له مخې، طالبانو په وروستیو څو ورځو کې، ظاهراً د حجاب د نه مراعاتولو په تور، په کابل کې د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.

که څه هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر له یو شمېر رسنیو سره په خبرو کې دغه پېښې رد کړي دي، خو په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښودل شوي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت محتسبان د کابل په ځینو سیمو کې ښځې او نجونې نیسي.

په دې ویډیوګانو کې د ځینو ښځو د اعتراض او وېرې چغې اورېدل کېږي.

یو شمېر معترضو ښځو په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو دغه اقدام په کلکه غندلی او دا یې په ټولنه کې د ښځو له شتون او مقاومته د طالبانو وېره بللې ده.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России