په میشیګن ایالت کې ۱۱ تنه د چړې په ګزارونو ټپیان شوي دي
د امریکا په میشیګن ایالت کې یوه کس ۱۱ تنه د چړې په ګزارونو ټپیان کړي دي.پیښه تیره شپه د دغه ایالت د تراورس ښار په یوه سوپر مارکیټ کې شوې او بریدګر د خلکو په مرسته د پولیسو منګولو ته لویدلی دی.تراوسه د پیښې انګیزه معلومه نه ده او د بریدګر د هویت په اړه هم څه نه دي ویل شوي.د جرمني خبري اژانس لیکلي، ټپیان په یوه ځایي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
