Добавить новость
103news.com
World News
Июль
2025

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان؛ د طالبانو له خوا د خبریالانو نیول او پر رسنیو محدودیتونه د بیان ازادۍ ته لوی ګواښ دی

0

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) د اندېښنې په څرګندولو سره وایي، د خبریالانو او رسنیزو فعالانو وروستۍ نیونې، ورته ګواښونه او پرې د محدودیتونو لګول، په دې هیواد کې د رسنیو د خپلواکو فعالیتونو وړاندې جدي خنډونه رامنخته کړي دي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۳۰مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې په تېره یوه میاشت کې د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خواشینونکې کړنې ترسره شوي دي.

اعلامیه وايي رسنیز فعالان نوید احمد اصغري او مشتاق احمد حلیمي د بهرنيو سریالونو د ژباړې او ډوبلې په تور نیول شوي دي، او تر اوسه د دوی د برخلیک په اړه کوم معلومات نشته.

خو دا چې کله او چیرې په دې اړه ډیر جزیات نه دي ورکړل شوي.

اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې یو شمېر خبریالان په کابل، لوګر او خوست ولایتونو کې ګواښل شوي هم دي.

دغه سازمان دا چلند د بشري حقونو، ملي او نړیوالو تعهداتو، او د بیان ازادۍ خلاف بللی دی.

په اعلامیه کې دغه شان راغلي چې رسنۍ د ټولنې غړېدلې سترګې دي، او پر دوی سانسور او فشار، د خلکو د اساسي حقونو له پامه غورځول دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) له طالبانو غوښتي چې ټول نیول شوي خبریالان له کوم قید او شرط پرته خوشې کړي، خبریالانو ته د خوندي او خپلواک رسنیز فعالیت زمینه برابره کړي، د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي او د رسنیو پر وړاندې محدودیتونه هم ختم کړي.

په ورته وخت کې د طالبانوحکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د رسنیو فعالیتونه باید د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او مسلکي اصولو پر بنسټ وي.

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د جولای په ۳۰مه، په خپل ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) لیکلي چې مجاهد په کابل کې د "مطبوعاتي مبارزې، تکلارې او دیپلوماسۍ" په نوم غونډه کې د طالبانو حکومت د رسنیزې تګلارې، تعامل او بهرني سیاست اساسي ټکي بیان کړي او رسنۍ یې زغم، سیاسي درک او ملي یووالي ته رابللی او ټینګار یې کړی چې له احساساتي چلند باید ډده وکړي.

په همدې حال کې، یو شمېر افغان خبریالان وايي، د طالبانو له خوا پر رسنیو محدودیتونه زیات شوي دي.

په بلخ ولایت کې یوه خبریال چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم واخیستل شي د غږ د بدلولو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل،

"سانسور دومره زیات شوی چې پرته له دې چې د طالبانو خبرې خپرې شي، بله خبره نشته، خلک نور خپل غږ نشي پورته کولای، حقایق نه افشا کېږي، ټولې لارښوونې د دوی له خوا راځي. امر بالمعروف، استخبارات یا پولیس باید له رسنیو سره وي او ګرځي، تر څو څوک د دوی خلاف څه ونه وایي. ټولې رسنۍ د دوی تر واک لاندې دي. ان په هغو ځایونو کې چې چاودنې او انتحاري بریدونه کېږي، هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې تصویر واخلي."

که څه هم د طالبانو حکومت مخکې ویلي وو چې خبریالانو د دوی د دندو له امله نه دي نیول شوي خو ورځ مخکې د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي وو چې په تېرو درې اونیو کې لږ تر لږه اووه خبریالان او رسنیز فعالان په کابل او یوه بل ولایت کې نیول شوي دي.

په دې اړه د دې مرکز په اعلامیه کې ویل شوي وو چې دا نیونې د طالبانو د استخباراتو او د امر بالمعروف وزارت له خوا ترسره شوې دي، او په نیول شویو دا تورونه لګول شوي چې نجونو لپاره یې ورکشاپونه جوړ کړي، له بهرنيو رسنیو سره تخنیکي همکاري لري او غربي سریالونه یې ژباړلي دي.

دغه مرکز د دغو نیونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او دا یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی و.

دغه شان دا نیونې یې د بیان د ازادۍ او د خبریالانو د امنیت لپاره جدي ګواښ بللي و او زیاته کړې یې وه چې دا مهال لږ تر لږه ۱۵ خبریالان د طالبانو په بند کې دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России