Добавить новость
103news.com
World News
Август
2025

کرک او مستونګ کې حملو د اېف سي ځواک د افسر په ګډون ۶ سرتېري وژلي دي

0

پولیس او انتظامي چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا په کرک او د بلوچستان په مستونګ کې په دوو حملو کې د اېف سي د یو افسر په ګډون شپږ سرتېري او یو ملکي ډرېور وژل شوی او درې سرتېري ژوبل دي.د کرک پولیسو رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې پېښه د اګست پر د اېف سي سرتېري د اګست پر شپږمه د تېلو او ګیس د تولید ساحې د امنیت دندې لپاره په ګاډي کې روان ول چې د ګورګورۍ تاڼې په حدودو کې د وسلوال برید ښکار شول.

پولیس وايي، وسلوال په غونډیو کې پټ ناست ول او چې د اېف سي سرتېرو ګاډی له سړکه تېرېده نو هغوی ورباندې ډزې وکړې چې پکې درې سرتېري او د هغوی ملکي ډرېور ووژل شول.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو پولیس زیاتوي چې د وسلوالو د لټون لپاره یې امنیتي تدابیر یې سخت کړي او د خلکو د تګ لارې څاري.

مستونګ کې بریدپه همدې حال کې یو لوړپوړي انتظامي چارواکي د اګست پر شپږمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د بلوچستان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۵۰ کېلومیټره لیرې سوېل لوري ته په مستونګ کې یوې چاودنې د اېف سي ځواک د یو مېجر په ګډون درې سرتېري وژلي او درې ژوبل کړي دي.

دی وايي، د سرحدي سرتېرو یو ګاډی د اګست پر پینځمه ماښام مهال په پسند خان کلي کې د سړک تر غاړې د ښخ رېموټ کنټرول بمي برید ښکار شو.

دی وايي، ژوبل سرتېري یې د درملنې لپاره کوټې ته لېږدولي دي.

بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) رسنیو ته په استولي بیان کې د حملې ذمه واري منلې ده.

په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ناامنيپه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې او وسلوالې ډلې وخت په وخت پر پولیسو، امنیتي سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، ولسي مشرانو او فعالانو بریدونه کوي.

د اګست پر پینځمه وسلوالو په پېښور کې د پولیسو یو افسر او د هغه دوه ملګري ووژل. تر دې دوه ورځې مخکې، په بنو او کورمه کې په وسلوالو حملو کې پینځه سرتېري ژوبل شوي ول.

تر دې مخکې په جولای کې په بلوچستان کې وسلوالو یوشمېر حملې وکړې چې پکې د پوځ او پولیسو د افسرانو په ګډون یوشمېر سرتېري او ولسي وګړي ووژل شول.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جولای په پای کې په کوټه کې له چارواکو سره د لیدو پر مهال د "ترهګرۍ پرضد" د مبارزې هوډ تکرار کړ او و یې ویل چې په دې لړ کې د بلوچستان له حکومت سره "کلک ملاتړ" کوي.

داراز، د خیبر پښتونخوا حکومتي ویاند محمد علي سیف هم په جولای کې په سوات کې خبري غونډې ته وویل، حکومت یې د وسلو کاروونکو پر ضد جنګېږي او که څوک جوړجاړی غواړي نو ورسره جرګو او مرکو ته هم تیار دی.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России