Добавить новость
103news.com
World News
Август
2025

یوناما؛ په افغانستان کې مو ښځینه کارکوونکي له جدي ګواښونو سره مخ دي

0

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیال او د دې سازمان د بشري چارو همغږی کوونکی وایي، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ په کچه، ملي او نړیوال مرستندویه کارکوونکي له دندیزې خنډونو سره مخ دي، هغوی ګواښل کېږي، ټپیان کېږي او ان وژل کېږي.

اندریکا راتوات د سه‌شنبې په ورځ د اګست په ۱۹مه د بشر دوستۍ د ورځې په مناسبت په یوه ویدیو پیغام کې زیاته کړې چې د افغانستان مرستندویه کارکوونکي له جدي کاري محدودیتونو سره مخ دي.

هغه په دې پیغام کې چې د یوناما د فیسبوک پاڼې په ګډون د ملګرو ملتونو په بېلابېلو پاڼو کې خپور شوی، ویلي،

"سره له دې چې له ۲۰۲۱ کال وروسته په افغانستان کې امنیت او فزیکي لاسرسی ښه شوی، خو بشردوستانه کارکوونکي لا هم له جدي کاري محدودیتونو سره مخ دي. دغه ننګونې تل په پوهه، نوښت او زغم ځواب شوي دي."

راتوات ټینګار وکړ چې د افغان ښځو بشپړه ونډه په بشري فعالیتونو کې ډېره مهمه او له دوی پرته ناشونې ده.

هغه له نړیوالو مشرانو وغوښتل چې د ښځو د حقوقو او امنیت د خوندیتوب لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او هغه کسان چې په دې برخه کې ناغېړي کوي، باید ځواب‌ ویونکي وګرځول شي.

اندریکا راتوت تينګار وکړ چې ټول باید د مرسته کوونکو کارکونکو د خوندیتوب او ملاتړ په برخه کې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

په همدې حال کې، په افغانستان کې یو شمېر ښځینه مرستندویه کارکوونکې وایي له سختو محدودیتونو سره مخامخ دي.

یوه ښځینه کارکوونکې چې ویې ونه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل،

"د طالبانو شرط دا دی چې په هغو سیمو کې چې بشردوستانه خدمتونه ترسره کېږي، باید د دوی یو استازی موږ سره وي او زموږ کار له نږدې وڅاري. همدارنګه کله چې ښځینه کارکوونکې ساحې ته ځي، باید یو نارینه محرم ورسره مل وي چې کېدای شي مېړه، پلار یا ورور یې وي".

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، استیفان دوجاریک، څو ورځې مخکې وویل چې د روان کال په مې میاشت کې لسګونه ښځې چې د دې سازمان په بېلابېلو ادارو کې کار کوي، د ناپېژاندو کسانو له خوا د دندو له امله په مرګ ګواښل شوي.

د هغه په وینا، له همدې موضوع له کبله یوناما محبوره شوې چې د دغو ښځینه کارکوونکو د امنیت خوندیتوب لپاره لنډمهالي تدابیر ونیسي.

یوناما وایي، طالبانو ویلي چې د هغوی ځواکونه د ښځینه کارکوونکو د ګواښ پېښو کې لاس نه لري، خو ادعا کوي چې د کورنیو چارو وزارت یې په دې اړه په پلټنې کوي.

له دې وړاندې هم بېلابېلو ادارو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا)، د طالبانو له خوا د مرستو د وېش په پروسه کې د لاسوهنې، په دې برخه کې د ښځو د حضور په محدودولو او پر هغوی د فشارونو په اړه راپورونه ورکړي وو.

طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د ښځو پر زده‌کړو او ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو بېلابېل محدودیتونه ولګول او په ډېری دولتي او نادولتي ادارو کې یې د ښځو کار کول بند اعلان کړل.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России