Добавить новость
103news.com
World News
Август
2025

د افغانستان د خپلواکۍ بیرته اخیستلو ۱۰۶مه کلیزه خو د طالبانو په اعلامیه کې د خپلواکي ګټونکي پاچا امان الله خان نوم نه و

0

نن د اسد یا زمري ۲۸ مه د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۶ مه کلیزه ده. دا ورځ به د تېر جمهوري حکومت پر مهال په پراخه کچه په رسمي او ولسي ډول نمانځل کېده خو پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په دې ورځ لنډ رسمي مراسم ترسره کیږي.

سږ کال د طالبانو حکومت د دې ورځې په ویاړ په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه په یوه اعلامیه کې د خپلواکۍ په اخیستلو کې د افغانانو سرشندنې یادې کړي خو د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي پاچا غازي امیر امان الله خان نوم پکې نه دی یاد شوی.

په اعلامیه کې چې د ذبیح الله مجاهد پر اېکس پاڼه خپره شوې، راغلي:

(افغانانو ۱۰۶ کاله مخکې په همدې ورځ د قوي جهادي معرکې په برکت د وخت استعمال انګریزي امپراطوري اړه کړه چې د افغانستان بشپړ استقلال ومني.)

د طالبانو د دفاع وزارت په انګڼ کې هم په دې اړه یوه غونډه جوړه شوې وه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي غونډې ته په وینا کې د کوم هیواد نوم وانه خیست خو وې ویل چې په ګاونډیو هیوادونو کې د طالبانو د حکومت پر ضد ناستې او غونډې دوی ته هیڅ ډول زیان نه شي رسولی.

نوموړي وویل: ( ګاونډیو هیوادونو کې چې څوک وي، د سیمې په هیوادونو کې وي او که د نړۍ په هیوادونو کې وي، دا چې یو ځای بل ځای غونډې کوي او زموږ لورته کاڼي راولي، هغوی ته د عبدالرحمان بابا دا بیت کافي دی، چې ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه. چې همدا غشی به ستا په لور ګوزار شي.)

امیر خان متقي دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې ټاکل شوې ده د روانې اګسټ میاشتې په ۲۵ او ۲۶ مه اسلام اباد د طالبانو د حکومت ضد سیاسي څېرو، معترضو میرمنو او مدني فعالانو د یوې ناستې کوربه توب وکړي.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد بیا د سیمې او نړۍ هیوادونو ته یو وار بیا ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره به د هیڅ ګاونډي پر ضد نه کاریږي او زیاته یې کړه چې ګاونډي هیوادونه دې خپلې ګټې په باثباته افغانستان کې ولټوي، نه په یوه ضعیفه افغانستان کې.

د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا برادر بیا د افغانستان پر اقتصادي وړتیا ټینګار وکړو او وې ویل چې ځوانان باید د عصر د غوښتنو سره سم عصري زده کړې وکړي چې له مخې یې افغانستان د ټکنالوژۍ او عصري وسایلو څېښتن شي.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت د عصري زده کړو پر ځای دیني زده کړو ته لومړیتوب ورکړی دی او زرګونو نوې دینې مدرسې یې جوړې کړي دي. دغه شان یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په وړاندې د زده کړو دروازې هم تړلې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي، د خپلې واکمنۍ په لومړیو درو کلونو کې یې نژدې ۲۳ زره نوې دیني مدرسې جوړې کړي چې شاوخوا ۳۰۰ زره نجونې او هلکان زده کړې پکې کوي.

که څه هم نن د اسد اته ویشتمه د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه نمانځل شوې او د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ او د غازي امیر امان الله خان انځورونه خپاره شوي، خو په دې اړه د کابل په ګډون له کوم ولایته د حضوري ولسي غونډه راپور نه دی ورکول شوی.

د کابل یوه اوسېدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل، نن سهار یې په خپل بایسکل د افغانستان درې رنګه بیرغ وځړاوه او سړک ته راووتو خو په خبره یې طالب وسله والو وواهه او بیرغ یې ور څیرې کړ:

"کله مې چې سهار درې رنګه ملي بیرغ په خپل بایسکل وځړاوه او بیرون راووتم، طالبانو ونیولم، وې وهلم او بیرغ یې را څیرې کړ."

د ننګرهار مرکز جلال اباد چرې چې د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکې پاچا امان الله خان مقبره هم ده او د تېر جمهوري حکومت پر مهال د خپلواکۍ د پراخه ولسي او رسمي جشن کور پاتې شوی، یو شمېر اوسېدونکو یې ازادي راډيو ته وویل چې دلته هم چاته د جشن کولو اجازه نه ده ورکول شوې.

د دې ښار یوه اوسېدونکې د نوم د نه خپرېدو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

"په ننګرهار کې هیڅ ډول رسمي او غیر سمي مراسم نشته، نه چاته د ملي بیرغ د راخیستلو اجازه ورکول کیږي او نه هم د ولسي غونډو اجازه شته، سهار د غازي امان الله په مقبره راتېرېدم هلته هم کراره کراري وه، ان دا چې مقبره له ګردونو هم نه وه پاکه شوې."

پوره ۱۰۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمریز کال کې امان الله خان د خپل پلار حبیب الله خان له مړینې او واک ترلاسه کولو وروسته د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د ترلاسه کولو او د انګریزانو پر ضد د جګړې اعلان وکړو.

د افغانانو او انګلیس دغې جګړې نژدې یوه میاشت دوام وکړ او د تاریخ لیکونکو په خبره د ۱۹۱۹ کال د جون په لومړیو کې د دواړو لوریو تر منځ جګړه ختمه او په راولپینډۍ کې د سولې مذاکرات پیل شول چې له ډېرو نانندریو او بحثونو وروسته بلاخره انګریزانو ومنله چې افغانستان یو خپلواک هیواد دی او دوی به یې په کورني او بهرني سیاست کې هیڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

دا هوکړه د دواړو لوریو ترمنځ بیا د همدې کال د اګست په ۱۹ مه چې د ۱۲۹۸ لمریز کال د اسد یا زمري له ۲۸ سره یې سمون درلود د تطبیق وړ وګرځېده او په دې ډول ټول افغانستان کې د ازادۍ جشنونه ونمانځل شو او افغانستان یو خپلواک هیواد اعلان شو.

له هغې وروسته دا ورځ هر کال په افغانان د خپلواکۍ د ورځې په نوم په بیلابیلو مراسمو نمانځي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России