Добавить новость
103news.com
World News
Август
2025

اسراییلي پوځ د غزې ښار د نیولو لپاره د عملیاتو د لومړنیو پړاوونو پیلولو اعلان کړی دی

0

اسراییلي پوځ د غزې ښار د نیولو لپاره د عملیاتو د لومړنیو پړاوونو پیلولو اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې سرتېري یې ښار ته نېږدې ځای پر ځای شوي دي.د پوځ ویاند اېفي ډېفرېن د اګست پر ۲۰مه خبریالانو ته وویل، "موږ پر غزې ښار د برید لومړني عملیات او لومړني پړاوونه پیل کړي دي او د پوځ ځواکونه اوس مهال د غزې ښار په څنډو کې ځای پر ځای شوي دي."

نوموړي زیاته کړه چې دوه لواګانې په زیتون ګاونډ کې فعالیت کوي او په وروستیو ورځو کې یې هلته داسې ځمکلاندې سرنګ (تونل) موندلی وو چې وسلې پکې وې او درېیمه لوا په جبالیا سیمه کې فعاله ده.

د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کټڅ د عملیاتو پلان د اګست پر ۱۹مه تایید کړ او ښايي روانه اونۍ یې د هېواد امنیتي کابینې ته وړاندې کړي.

اسراییلي پوځ دا هم ویلي دي چې د عملیاتو لپاره شاوخوا "۶۰،۰۰۰ احتیاطي (رېزرف) سرتېري" ورغواړي او د هغو ۲۰،۰۰۰ نورو احتیاطي سرتېرو د کار موده غځوي چې اوسمهال په خدمت کې دي.

یو اسراییلي پوځي افسر د نوم نه ښوولو په شرط اسوشيېټېډ پرېس اژانس ته ویلي عملیات ښار په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي. اژانس د اګست پر ۲۱مه د هغه له خولې زیاته کړې چې سرتېري د ښار په هغو برخو کې ځای پر ځای کوي چې پخوا یې ورته نه ول استولي او چې په اړه یې اسراییل فکر کوي چې هلته حماس ډله لا هم فعاله ده. امریکا او اروپايي ټولنه حماس یوه ترهګره ډله بولي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش یو ځل بیا په غزې کې د "مرګ او ویجاړۍ د مخنیوي" لپاره د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

اخوا د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، د نورو وګړو بې ځایه کېدل او د دښمنۍ شدت زیاتېدل د غزې د ۲.۱ مېلیون نفوس (ابادۍ) لپاره "د وار له مخه ویجاړوونکي وضعیت د لا خرابېدو ګواښ" زېږوي.

بي بي سي د اګست پر ۲۱مه د چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چې د عملیاتو د ابتدايي پړاوونو له پیل سره سم، د غزې ښار د زیتون او صبرې له سیمو څخه سلګونه فلسطینیان د ښار شمال لویدیځې برخې ته تللي دي.

د غزې ښار د نیولو پلان په نړیوال کچ له سخت انتقاد سره مخامخ شوی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اګست پر ۱۰مه د غزې ښار د نیولو په اړه د اسراییلو پر ارادې د بحث لپاره بیړنۍ غونډه وکړه.

هغه ناسته تر هغې دوه ورځې وروسته وشوه چې اسراییلۍ امنیتي کابینې هغه پلان تایید کړ.

د امنیت شورا اروپايي غړو ډنمارک، فرانسې، یونان، برېتانیې او سلووینیا په نیو یارک کې د بیړنۍ غونډې غوښتنه کړې وه.

جرمني، برېتانیا، اېټالیا، نیو زیلینډ او اسټرالیا په ګډه د غزې ښار د نیولو اسراییلی پلان رد کړی وو. هغه مهال د هغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډ بیان کې خبرداری ورکړی وو چې په ښار کې عملیات به بشري بحران لا ژور او د یرغمل شویو کسانو ژوند له خطر سره مخامخ کړي او په لوی کچ د ولسي وګړو د بې ځایه کېدو لامل کېدای شي.

حماس د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو برید کې تر ۱،۲۰۰ زيات اسراييليان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ یې يرغمل کړل.

تر هغې وروسته اسراييلو پر غزې بریدونه پيل کړل چې د حماس تر واک لاندې د روغتيا ادارې په وينا پکې تر اوسه تر ۶۲،۰۰۰ زیات کسان وژل شوي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.

د اسراییلو د ځمکنۍ او هوایي جګړې له امله د تړانګې زیاتره برخه ویجاړه شوې او شاوخوا ټول اوسېدونکي یې بې‌ ځایه شوي دي.

په هغه جګړه کې سلګونه اسراییلي پوځیان هم وژل شوي دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России