د اوکراین د سولې د هڅو په ترڅ کې، روسیې تیره شپه پر اوکراین پراخ برید کړی
د اوکراین د جګړې پای ته رسیدو ته د نړیوالو هڅو په ترڅ کې روسیې تیره شپه د اوکراین پر ښارونو د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو پراخ برید کړی دی.د جرمني خبري اژانس نن پنجشنبه ( د زمري ۳۰مه) د اوکرایني چارواکو په حواله ویلي چې د هوایي دفاع سیستم یې د روسیې ۶۱۴ بې پیلوټه الوتکې او توغندي کشف کړي.اوکرایني رسنیو ویلي چې پلازمینه کیف او لویو کې د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.پرون ماښام په اکثرو ښارونو کې خلکو ته د هوایي بریدونو د خطر زنګ وهل شوی و او ترې غوښتل شوي وو چې خوندي ځایونو کې پاته شي.د تیرې شپې بریدونو کې تراوسه د مرګ ژوبلې او زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.
