د عصري علومو د تدریس له کبله د نجونو پر مدرسو د طالبانو تازه محدودیت، یوشمیر یې بندې شوي
د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د دیني مدرسو ښځینه زده کوونکې او استادان وایي چې په دې وروستیو کې یې طالبانو مدرسې بندې، ځینې یې محدودې او ځینو ته یې د بندېدو خبرداري ورکړي دي.
تازه یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړي چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په دیني مدرسو کې هم د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی.
