اسپانیا کې د اګست میاشتې ګرمه څپه بې سارې بلل شوې
د اسپانیا د هوا پيژندنې ملي ادارې ویلي چې په اګست میاشت کې د ګرمۍ ۱۶ ورځنۍ څپه د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو شدیده وه.د ګرمۍ دغې څپې چې د اګست له ۳ تر ۱۸ مې پورې دوام وکړ، د ۲۰۲۲ کال د جولای میاشتې د ګرمۍ ریکارډ مات کړ.د اګست میاشتې له دې ګرمې څپې سره د اسپانیا په شمال او لویدیځ کې وچکالي او اورلګیدنه رامنځته شوه او د کارلوس په نوم یوه روغتیایي بنسټ ویلي، څه باندې ۱۱ سوه مرګونه له دې ګرمۍ سره تړلي وو.له ۱۹۷۵ کال راهیسې په اسپانیا کې د ګرمۍ ۷۷ څپې ثبت شوي چې تر ټولو پنځه شدیدې هغه یې له ۲۰۱۹ کال تراوسه ثبت شوې دي.کارپوهان د دې څپو لامل اقلیمي بدلون ښيي.
