اروپایي ټولنې له افغان ماشومانو سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه
اروپایي ټولنې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره لس میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده.
په کابل کې د دغې ټولنې دفتر پرون یکشنبه ( د سنبلې ۲مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اندازه پیسې به د یونسف له لارې د اړمنو افغان ماشومانو په ځانګړې توګه هغوی په ژوند ولګول شي چې له ایران او پاکستانه ایستل شوي دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپایي ټولنې دا مرسته په دریو کلونو کې د افغان ماشومانو پر تعلیم، روغتیا، تغذیې او د ژوند په نورو لارو چارو لګول کیږي.
اروپایي ټولنې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د افغان ماشومانو د ملاتړ لپاره ۳۸ میلیونه یورو مرسته کړې.
د نړیوالو له دغو مرستو سره سره په افغانستان کې بشري وضعیت نازک دی او د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې نیمایي وګړي يې بشري مرستو ته اړتیا لري.
