ملګرو ملتونو یوځل بیا راستنیدونکو افغانانو ته د خوندي سرپنا د جوړیدو غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) خبرداری ورکړی چې افغان راستنیدونکي نه شي کولای د خوندي سرپناه پرته خپل ژوند بیا جوړ کړي.
دې ادارې د یکشنبې په ورځ د اګست په ۲۴ مه په خپله ایکس پاڼه ټینګار کړی چې د استوګنځای پرته بېرته ادغامېدل ناممکن دي.
