د امریکا په اوریګان ایالت کې اورلګیدني یو شمیر کورونه سوځولي دي
د امریکا په اوریګان ایالت کې د اورلګیدنې له کبله یو شمیر کورونو اور اخیستی او په زرهاوو نورو د سوځیدو له ګواښ سره مخ دي.د سیمې اوسیدنکو ته پرون دوشنبې د تخلیې امر شوی دی.د چارواکو په خبره، دا اورلګیدنه چې د وچې او ګرمې هوا له کبله رامنځته شوي اوسمهال د اوروژنې کارکوونکو یو څه مهار کړې ده.له وړاندې د امریکا په بیلابیلو ایالاتونو کې د اورلګیدنې له کبله په زرهاوو کورونه سوځیدلي وو.
