د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې نن ماښام سره مخامخیږي
د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې نن د کابل په وخت د ماښام اووه نیمې بجې مسابقه لري.دا لوبه د افغانستان، پاکستان او کوربه متحده عربي اماراتو ترمنځ د درې اړخیزې شل اووره لړۍ په ترڅ کې په شارجه کې ترسره کیږي.د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي چې د دې درې اړخیزو لوبو هدف اسیایي جام ته چمتوالی دی چې یولس ورځې وروسته په متحد عربي اماراتو کې پيلیږي.په اسیایي جام کې د دغو دریو لوبډلو ترڅنګ، د هند، عمان، هانګ کانګ او بنګله دیش ملي لوبډلې برخه اخلي.
