Добавить новость
103news.com
World News
Август
2025

د ننګرهار په سیلابونو کې د دوو کوچنیانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي

0

د ننګرهار په بیلابیلو ولسوالیو کې سیلابونو د دوه ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه کړي دي. د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جان ولي ازادي راډيو ته وویل چې د تېرې ورځې سیلاب له امله یې دوه ورېرې مړې شوي دي.

هغه وویل اوه کلنه کاینات او ۱۳ کلنه سمیه د خونې د چت د راپرېوتو له امله مړې شوې او د کورنۍ درې نور غړي یې ټپیان شول چې لا هم په روغتون کې تر درملنې لاندي دي: "د شپې څلور بجې وې چې راووتم چې ناوې نه وي بندې شوي، یو ناڅاپه مې د ماشومانو چیغې واورېدې، د کور دروزاه یې بنده وه، ټک ټک مې وکړو خو چا خلاصه نه کړه چې په دیوال ورواختم کوټه پرې ناسته وه."

دی وايي ورور یې دادګل چې د مړو شویو ماشومانو پلار دی په بلخ کې د خښتو په یوه بټۍ کې کار کوي او د دغه پېښې د خبرېدو له امله کورته راستون شوی دی.

په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت د والي ویاند احسان الله عثماني ویلي د ننګرهار په سپین غر، اچین، چپرهار او روداتو ولسوالیو کې سیلابونو ۵ کسه مړه کړي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.

نوموړي پرون شنبه د اګسټ ۳۰ مه رسنیو ته په استولي ویډیويي بیان کې ویلي چې مړه شوي کسان د روداتو، چپرهار او سپین غر ولسوالیو اوسېدونکي وو.

نوموړي ویلي چې سیلابونو سړکونو، استنادي دیوالونو، د اوبو بندونو او کرنیزو ځمکو ته هم پراخ زیانونه اړولي دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار یو شمېر اوسدونکي وايي د سیلابونو له امله د دوی کورونه او کرنیزې ځمکې ویجاړې شوي او د طالبانو حکومت او مرستندویو ملي او نړیوالو بنسټونو د سمدستي مرستې غوښتونکي دي.

د سپینغر ولسوالۍ یو اوسېدونکې ثاقب شینواري ازادي راډيو ته وویل:"کرنیزې ځمکې په ځانګړي ډول د جوارو فصلونه یې له منځه وړي دي، دغه شان زما په ګډون ډېرو خلکو ته مالي تاوانونه رسېدلي دي، یوازې ماته نږدې دوه لکه افغانۍ تاوان رسېدلی دی، دغه شان د ډېرو نورو کسانو کروندې ویجاړې شوي دي، کورونه زیانمن شوي دي او ځمکې یې له منځه تللي دي."

د ننګرهار یو اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته د سیلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه وویل: "د اوبو بندونه او سړکونه یې ډېر ویجاړ کړي دي، دغه شان ډېرې ونې له منځه تللي دي، لارې یې بندي کړي دي، د سپین غر ولسوالۍ نه اخوا تر شډل بازار، مامند، ګردي غوث، میدانی، چلګزي او معروف چیني تر منځ چې کومه لاره ده دا ویجاړه شوې او تګ راتګ پرې سخت دی"

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د پېښو په وړاندې د چمتوالي ملي ادارې ویلي چې وروستیو سیلابونو په ننګرهار ، لغمان او کونړ ولایتونو ۱۷۳ کورنۍ زیانمنې کړي دي.

د دغه ادارې ویاند محمد یوسف حماد په یو غږیز پیغام کې چې د اګسټ په ۳۰ مه یې د یادې ادارې پر فیسبوک خپور کړی ویلي په دې ولایتونو کې ۱۳۱ کورونه، ۱۱ کیلومتره سړکونه او ۶۲ جریبه کرنیزه ځمکه زیانمنه شوې ده.

نوموړي ویلي چې زیانمنو کورنیو ته لومړنۍ مرستې رسېدلي او ورسره د نورو مرستو لپاره هڅې روانې دي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د پېښو په وړاندې د چمتوالي ملي ادارې د زمري په ۲۷ ویلي وو چې د سیلابونو له امله د کابل په ګډون په کاپیسا، پروان، لوګر، ننګرهار، لغمان، پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې ۴ تنه مړه شوي او یو تن ټپي شوی دی.

افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانمنو هیوادونو په کتار کې دی چې د اورښتونو، سیلابونو، زلزلو او نورو افتونو له امله یې اوسېدونکي له درنو زیانونو سره مخ دي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России