تاج محل ته د امیرخان متقي سفر لغو شوی
هندي رسنیو له هغې ډلې ټایمز اف انډیا راپور ورکړی چې تمه وه متقي نن یکشنبه په اګره ښار کې تاج محل ته سفر وکړي.د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یو اوونیز سفر په هند کې دی.د هغه سفر تاج محل ته له مخکې پلان شوی وو او ګڼ هندي ځواکونه په سیمه کې د امنیت د لا ټینګښت لپاره ځای پر ځای شوي وو.هندي چارواکو له هغې ډلې د اګرې ادارې د متقي د سفر د لغوه کېدو په تړاو زیات جزییات نه دي ورکړي.امیرخان متقي په هند کې نن خبري کنفرانس هم درلود او د افغانستان او پاکستان په سرحد کې یې د وروستۍ سختې نښتې په تړاو غبرګون وښود.متقي وویل چې په پاکستان کې ځینې کړۍ د اړیکو د خرابولو په لټه کې دي. د هغه په خبره چې طالب ځواکونو د ځان دفاع وکړه، خپل اهداف یې ترلاسه کړل او عملیات یې د قطر او سعودي عربستان په غوښتنه ودرول.
