اتریش یو مجرم افغان کابل ته واستاوه
اتریش نن (سې شنبه) د ترکیې له لارې یو افغان پناه غوښتونکی کابل ته واستاوه.دا په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته لومړنی افغان دی چې اتریش یې بیرته افغانستان ته لېږي.دغه افغان، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، په داسي حال کې چې د اتریش پولیسو بدرګه کاوه، په یوه الوتکه کې، استانبول او له هغه ځایه کابل ته واستول شو. هغه پخوا د جنسي تېري په جرم محکوم شوی و او په اتریش کې یې د بند څلور کاله سزا هم تېرې کړې ده.د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرهارد کارنر وویل چې افغانستان ته به نور کسان هم، چې جرمونه یې کړي دي، واستول شي.
