د اوکراین په یوه وړکتون د روسیې هوايي برید
د اکتوبر په ۲۲مه، د روسیې د جنګي الوتکو او راکټي بریدونو په پایله کې په اوکراین کې لږترلږه اووه کسان وژل شوي چې په کې دوه ماشومان هم شامل ديد اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر کرملین فشارونه لا پسې زیات کړيپه خارکیف ښار کې یو وړکتون وویشتل شو، چې اورپکې ولګېد او ۴۸ ماشومان له دې ځایه خوندي و ایستل شولد اوکراین د بیړنیو خدمتونو د ادارې په وینا، په دې برید کې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي
