Добавить новость
103news.com
World News
Октябрь
2025

بلوچستان کې ناپېژندليو وسلوالو يوشمېر مزدوران تښتولي دي

0

د بلوچستان په خضدار ضلع کې ناپېژندليو وسلوالو پر سړک کارکوونکي يوشمېر مزدوران تښتولي دي.د خضدار د نال پوليسو تاڼې عبدالعزيز د اکتوبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وويل چې تېره شپه (د اکتوبر پر ۲۳مه) ناڅرګنده وسلوال د سړک جوړونې شرکت استوګنځای ته ورغلل او هلته يې ماشينونو او پینځو ګاډو ته اور ورته کړ او ورپسې يې مزدوران وتښتول.

نوموړي د ځينو مزدروانو له خولې وويل چې وسلوالو ۱۸ مزدوران له ځان سره بوتلل، خو هغه زياته کړه چې کره شمېر يې ځکه نه شي تاييدولی، چې ښايي ځينې مزدوران د شپې له تيارې څخه په ګټه اخيستنې تښتېدلي وي.

عبدالعزير وويل چې تښتول شوي مزدوران د سيند ايالت دي چې د خضدار او بسيمې ترمينځ يې د سړک جوړولو کار کاوه.

تر اوسه چا د هغې پېښې مسوليت نه دی منلی.

په وروستيو کې په بلوچستان کې د مزدورانو د تښتونې پېښې زياتې شوې دي.

د اکتوبر پر ۲۰مه د مستونګ ضلعې په دشت سیمه کې ناڅرګنده وسلوالو اووه مزدوران تښتولي ول، چې تر اوسه درک نه شته.

تر هغه وړاندې، د اکتوبر پر نهمه د بلوچستان په قلات ضلع کې ناپېژندليو وسلوالو پر سړک کارکوونکي نهه مزدوران تښتولي ول، چې وروسته يې څلور مزدروان خوشې کړل او پاتې پینځه يې له ځان سره ناڅرګند ځان ته يووړل.

د اکتوبر اوومې او اتمې ترمينځ شپې مهال ناپېژندليو وسلوالو په مچ سيمه کې د کويلې (سکرو) درې کان کېندونکي وتښتول چې تر اوسه يې درک نه دی معلوم.

تر هغه وړاندې، د بلوچستان د خاران په مسکان قلات سيمه کي ناپېژندليو وسلوالو د اکتوبر پر شپږمه د ځايي عدالت قاضي محمد جان له خپل دفتر څخه تښتولی وو، چې لا هم لادرکه دی.

د دې دواړو پېښو مسوليت هم چا نه وو منلی.

په وروستيو کې په بلوچستان کې امنیتي وضع خورا خرابه شوې ده او په هغه صوبه کې یوشمېر حملې شوې چې پکې د پوځ او پولیسو د افسرانو په ګډون یوشمېر سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي دي.

د اکتوبر پر ۲۳مه د بلوچستان د نوشکي ضلعې د پوليسو د مرستيال مشر محمد یوسف رېکي مړی د هغې صوبې په مستونګ ضلع کې وموندل شو. ناپېژندليو وسلوالو د اکتوبر د ۱۸مې او ۱۹مې په مينځنۍ شپه نوموړی په داسې حال کې تښتولی وو چې له نوشکي څخه د کوټې ښار پر لور روان وو.

بلخوا د اکتوبر پر۲۲مه هم په نوشکي ضلع کې ناپېژندليو وسلوالو د پوليسو پر يو ګزمه بريد کړی او دوه پوليس يې وژلي ول.

د اکتوبر پر شپږمه بيا د بلوچستان د خاران په مسکان قلات سيمه کي ناپېژندليو وسلوالو د ځايي عدالت قاضي محمد جان له خپل دفتر څخه تښتولی وو.

د اګست پر ۱۰مه ناڅرګنده وسلوالو د بلوچستان د زیارت ضلعې مرستیال کمېشنر افضل باقي تښتولی وو چې د سېپټېمبر پر ۲۱مه يې مړی د هرنایي په زردالو سيمه کې وموندل شو.

تر هغه وړاندې د بلوچستان د کېچ ضلعې مرستیال کمېشنر حنیف نورزی د جون پر څلورمه د هغې ضلعې له تکران سیمې څخه تښتول شوی وو. خو د کېچ ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) بشیر بړېڅي د سېپټېمبر پر ۱۷مه د شپې ناوخته خبریالانو ته د ټېلېفون له لارې وویل چې محمد حنیف نورزی خوشې شوی دی. نوموړي دا ونه ویل چې دغه تښتول شوی چارواکی د تاوان په بدل کې خوشې شوی دی او که څنګه؟

د نورزي د تښتولو ذمه واري چا نه وه منلې، خو تر دې وړاندې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت په وخت د دا ډول پېښو مسوولیت بلوڅو وسلوالو ډلو په غاړه اخیستی دی.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России