ټرمپ جاپان ته ورسید
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ آسیا ته د سفر په ترڅ کې نن دوشنبې د لړم په پنځمه جاپان ته ورسید.
د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې ټاکل شوې چې نوموړی نن د ورځې په وروستیو کې د جاپان له امپراتور سره وګوري. ټرمپ به د سې شنبې په ورځ د دې هیواد له نوي صدراعظم سانائه تاکایچی سره کتنه ترسره کړي.
ټرمپ په خپلې ځانګړې الوتکه آیرفورس ون کې سپرو خبریالانو ته وویل چې دی هیله من دی چې د چین له ولسمشرشي جین پینګ سره په جنوبي کوریاکې د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې یوې موافقې ته ورسیږي.
هغه همدارنګه ویلي چې د اړتیا په صورت کې چمتودی چې آسیا ته خپل دا سفر وغزوي ترڅو د شمالي کوریا له واکمن کیم جونګ اون سره وګوري. ټرمپ هغو خبریالانو ته چې مالیزیا ته په لاره یې ورسره ملګرتیا کوله وویل: »زه ولسمشرشي ته ډیراحترام لرم او فکرکوم ... چې موږ به له دې غونډې څخه له یوې موافقې سره راووځو. «
