امریکایي الوتکو د نایجریا په شمال کې بمباري وکړه
د امریکا متحد ایالتونو د نایجریا په شمال کې د اسلامي دولت( داعش) پر وسوله والو د نایجریا د حکومت په غوښتنه هوایي برید ترسره کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د امریکا پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې داعش په سیمه کې پر عیسویانو بریدونه کول.
ولسمشر ټرمپ په « تروت سوشل» کې په یوه پيغام کې وویل، د اعلی قوماندان په توګه د ده په لارښووه، متحد ایالتونو د نایجریا په شمال لویدیځ کې د اسلامي دولت ډلې( داعش) پر ترهګرو یو پياوړی او وژونکی برید کړی او دا هغه کسان و چې په ځانګړي ډول یې بې ګناه عیسویان په نښه کول او هغوی یې په بیرحمي وژل.
په افریقا کې د امریکا د پوځ قومانداني په ایکسپاڼه کې ویلي دي چې دا برید د نایجریا د چارواکو په غوښتنه تر سره شوی دی چې پکې د داعش یوشمیر غړي وژل شوې ډي.
امریکایي ځواکونو دا حمله وروسته تر دې کړې ده چې د اکتوبر په وروستیو کې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر خبرداری ورکړی و، که د داعش غړي له تاوتریخواي لاس نه اخلي ممکن امریکا پوځي مداخله وکړي.
رویټرز اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړی و چې امریکا د نومبر میاشتې له وروستیو راپه دې خوا د نایجریا پر پراخو سیمو د استخباراتي معلوماتو د راټولولو لپاره الوتنې ترسره کوي.
د نایجریا حکومت ویلي چې وسلهوالې ډلې هم مسلمانان او هم عیسویان په نښه کوي، او د امریکا دا ادعاوې چې ګواکې عیسویان ځورول کېږي، د دغه هېواد پېچلی امنیتي وضعیت نه انځوروي او د مذهبي ازادۍ د ساتنې هڅې له پامه غورځوي. خو حکومت منلې چې د وسلهوالو ډلو پر وړاندې د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا لپاره به له امریکا سره همکاري کوي.
په نایجریا کې اکثریت مسلمانان دي چې د دغه هیواد په شمال کې ژوند کوي او عیسویان تر ډيره د نایجریا په جنوب کې میشت دي.
