Добавить новость
103news.com
World News
Январь
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

په افغان ځوانانو کې پاراګلایډینګ لوبو ته لېوالتیا

0

روح‌الله عزیزي، چې د هرات ولایت له لوړو څخه د پاراګلایډر په وسیله الوتنې کوي وایي، دا ورته ښه بوختیا او تفریح ده او ذهني فشارونه یې کموي. نوموړي ازادۍ راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، که لازم امکانات ورته برابر شي، دې برخه کې به نور ځوانان هم وروزي او ځانته به د ګټې، وټې یوه ښه سرچینه برابره کړي. پاراګلایډر د الوتنې یوه سپورتي او تفریحي وسیله ده چې د ټوکر له چتر جوړه ده او له موتور پرته له لوړو څخه پرې الوت کېږي. دا وسیله د هوا د جریان په مرسته په اسمان کې حرکت کوي.

افغان ځوان روح‌الله عزیزی وایي، د پاراګلایډر په وسیله الوت ورته د ذهني فشارونو او ورځنیو تشویشونو د لرې کولو یوه لاره ده.
دی زیاتوي، له تېرو اتو کلونو راهیسې د پاراګلایډر، دې سپورتي او تفریحي وسیلې سره چې د ټوکر له چتر جوړه او کوم موتور نه لري بلد دی، په دې موده کې یې دې برخه کې د روزونکي تر کچې په ایران کې زده کړې کړي او شاوخوا ۳۰۰ الوتنې یې ترسره کړې دي.
عزیزی ازادۍ راډیو ته وویل، د روان لمریز کال په ترڅ کې، په ایران کې له کلونو ژوند وروسته راوایستل شو او اوس د هرات ولایت په غرونو کې د پاراګلایډر په وسیله د دقیقو او کله ساعتونو لپاره الوت کوي:
"هر وخت چې په کور یا ښار کې ښه احساس ونه لرم، خپل وسایل اخلم او لوړو سیمو ته ځم. که هوا مناسبه نه وي، پر ځمکه تمرین کوم. له دې پاراګلایډر چتر سره مې بشپړ عادت کړی، دا راته ځانګړی احساس او هیجان راکوي. په ایران کې هم همداسې وو، کله به چې له ودانیز کاره ستړی شوم یا هم د ارامۍ احساس مې نه کاوه، وسایل مې اخیستل او الوتم به. دا کار ماته ډېر ښه احساس راکوي."
د ده په وینا، د هرات هوا او بادونه تل د دې ورزش لپاره مناسب نه دي، خو مینه یې لامل شوې چې له ټولو ستونزو سره سره دا بوختیا پرېنږدي.
روح‌الله عزیزی د پاراګلایډر د الوتنې طریقه داسې تشریح کوي:
"موږ لوړو غرونو ته ځو، هلته چتر خلاصوو او یو مزی راکاږو چې چتر زموږ سرته راشي او ډاډ ترلاسه کړو چې چمتو دی او ستونزه نه لري. وروسته دوه تر درې مترو پورې لنډه منډه وهو، بیا چتر خپله هوا ته پورته کېږي."
روح‌الله عزیزی وایي که مالي توان یې درلودای چې یو دوه کسیز چتر واخلي، نو کولی یې شول نورو ته زده‌کړه ورکړي یا مینه‌وال ته هم له ځان سره الوت ورکړي.
د ده په خبره، د دوه کسیز چتر بیه له افغانستان بهر ډېره لوړه ده او دی یې وس نه لري.
عزیزی هیله لري چې د امکاناتو په برابرېدو سره وکولای شي هم ځوانانو ته روزنه ورکړي او هم د ځان لپاره د ګټې، وټې یوه سرچینه برابره کړي:
"کافي بودجه مې نه لرله چې دوه کسیز چتر له ایرانه راوړم. سپورتي ادارو ته هم ورغلم، خو له دې ورزش څوک ملاتړ نه کوي. که وشو تر پسرلي پورې بودجه تر لاسه کړم یا له ځینو کسانو پور واخلم او دوه کسیز چتر واخلم. دا چې نیمایي تجهیزات یې لرم، ښایي په نیمه بیه په شاوخوا دوه نیم لکه افغانیو یې واخلم، نو بیا کولی شم کوم دوستان چې د دې ورزش لېواله دي ویې روزم او یا هم هغه کسان چې غواړي لوړو ته وخېجي او خپل حال بدل کړي له ځان سره الوت ورکړم."
دی زیاتوي چې تر اوسه یې هېڅ رسمي ملاتړ نه دی تر لاسه کړی، خو په دې موده کې ډېرو ځوانانو ورسره اړیکه نیولې او د پاراګلایډر الوتنې د زده‌کړې لیوالتیا یې څرګنده کړې ده.
روح‌الله عزیزی هیله لري چې یوه ورځ به د افغانستان اسمانونه له پاراګلایډرونو ډک وي او دا ورزش په پراخه کچه دود شي.
په افغانستان کې د پاراګلایډر کارونه لا هم یوه نوی او لږ پېژندل شوی پدیده ده او په پراخه کچه ورته لازم امکانات او بنسټیزې اسانتیاوې نه دي موجودې.
پاراګلایډینګ یو تفریحي ورزش دی چې د پاراګلایډر په وسیله ترسره کېږي. پاراګلایډر یوه سپکه، د وزرو په څېر وسیله ده چې پرته له موټره الوتنه کوي. الوتونکی وزر سره په نښتلو د هارنس یا (ځوړنده څوکۍ) له لارې د باد او د تودې هوا د جریانونو په مرسته له لوړو ځایونو الوتنه کوي او په اسمان کې حرکت کوي. د الوتنې کنټرول د بدن د وزن په بدلولو او پر بریکونو د فشار په وسیله ترسره کېږي.
د دې تفریحي ورزش ترسره کونکي معمولاً خولۍ، مناسبې جامې او یو احتیاطي پاراشوت له ځان سره لري، همدارنګه د مخابرې له لارې له خپلو ملګرو سره چې په لوړو سیمو کې وي، په اړیکه کې وي او د هغوی لارښوونې تعقیبوي.
د پاراګلایډینګ ورزش روزونکي او په افغانستان کې د هوايي ورزشونو د فدراسیون رییس نوید پوپل، شاوخوا شپږ میاشتې مخکې ځینو رسنیو ته ویلي وو چې دا ورزش له لسو کلونو د زیاتې مودې راهیسې په افغانستان کې دود شوی، خو په خبره یې تجهیزات یې ډېر لګښت لري او یوه روزنیزه دوره یې شاوخوا پنځلس زره افغانۍ مصرف لري.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России