طالبانو د ۱۶۰۰ ټولنیزو، مدني، علمي، دیني او فرهنګي بنسټونو جوازونه لغوه کړي دي
په افغانستان د طالبانو حکومت د خپلو سختو محدودیتونو په دوام د بیلابیلو ۱۶۰۰ ټولنیزو، مدني، علمي، دیني او فرهنګي بنسټونو جوازونه لغوه کړي دي.
د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت پر ویب پاڼه (د ملغی شویو جمعیتونو لیست ) په نوم په خپور شوي یو نوملړ کې د لږ ترلږه ۱۶۰۰ بیلابیلو ټولنو نومونه، د جوازونو د اخیستلو نیټې، د مسولینو نومونه او شمېرې خپرې شوې دي.
د لغوه شویو بنسټونو په دې لسټ کې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي بنسټ هم شامل دی.
که څه هم دغه نوملړ تازه چهارشنبه د سلواغې یا دلوې ۱۵ مه د عدلیې وزارت له ویاند برکت الله رسولي سره د ازادي راډيو تر خبرو وروسته له ویب پاڼې لیرې شو خو په کې د ډیرو قومي شوراګانو، د ښځینه سوداګرو اړوند بنسټونو، د محصلینو او استادانو د ټولنو او صنفي اتحادیو جوازونه لغوه شوي دي.
د عدلیې وزارت ویاند ازادي راډيو ته په لیکلي بیان کې دعوه کړې چې دا لسټ لس کاله وړاندې د تېر حکومت پر مهال خپور شوی داسې مهال چې واک ته د طالبانو تر بیا ځلې رسېدو وروسته عدلیې وزارت نوی ویب پاڼه جوړه او پخوانۍ یې غیر فعاله کړې ده.
د یو شمېر ټولنو مسولینو ازادي راډیو ته وویل، دوی عملاً فعاله وې او ورته د خپلو فعالیتونو د لغوه کېدو په اړه له مخکې هیڅ ډول خبرتیا نه دی ورکړل شوی او اوس یې په لسټ کې د بنسټونو نومونه لیدلي دي.
په افغانستان کې د پوهنتون د استادانو د ټولنې یوه غړي ازادي راډيو ته د نوم د نه خپرېدو او غږ بدلون په شرط وویل چې د دوی ټولنې د افغانستان په کچه د پوهنتون د استادانو ترمنځ همغږي رامنځته کړې وه او دغه شان یې د بیلابیلو موضوعاتو په اړه وخت ناوخت سیمنارونه او غونډې جوړولي.
نوموړي وویل د دوی ټولنې د دې ترڅنګ د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت ته په بیلابیلو برخو کې ښې مشورې هم ورکولې.
"د پوهنتونونو سرتارسري اتحادیه وه، بیا هر پوهنتون په داخل کې د پوهنځیو د استادانو ټولنه لرله، دا د استادانو د حقونو یو غږ وو چې غلی شو، د استادانو انسجام کېدلو چې له دې وروسته به نه وي، دغه راز د استادانو ترمنځ همغږي وه حکومت ته یې هم ګټه وه، ځکه که حکومت له استادانو سره خبرې کوي له یو ادرس سره به یې خبرې کولې اوس خو دوی اړ دي چې له هر استاد سره جلا جلا خبرې وکړي، بله مسله د تصمیم نیول یو نواخته شول، بس چې دوی کومه پرېکړه کوي خلک مجبور دې وې منې هیڅوک به داسې نه وي چې مخالفت یې وکړي."
په همدې حال کې یو شمېر فعالان د طالبانو له لوري په دومره لوی شمېر د مدني ټولنو او بنسټونو د فعالیتونو لغوه کول د استبداد او انحصار په لور د طالبانو د سیستماتیکو هڅو په لړ کې یو بل ګام بولي.
مدني فعال او د د نجونو د زده کړو د ملي کمپاین غړي خوشحال روهي ازادي راډيو ته وویل، طالبان د دغه بنسټونو په لغوه کولو سره د خلکو د مشارکت او د ټولنیز نظارت هڅې له منځه وړي. نوموړي په افغانستان کې د دغه ټولنو د فعالیتونو د اغیزو په اړه وویل:
"له کله چې طالبان واک ته رسېدلي دي، دوی په سیستماتیک ډول هڅه کوي چې د ولس غږ په ستونې کې بند کړي او هر ډول ټولنیز او مدني فعالیت یې شنډ کړي، مدني ټولنه د دولت او خلکو ترمنځ د پل حیثیت لري چې د خلکو غږ رسوي او د بې مهاره قدرت مخه نیسي، دا بنسټونه د مشارکت او عامه باور ډاډمنه فضا رامنځته کوي."
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنېدو وروسته په هغه هیواد کې ټول سیاسي ګوندونو لغوه او فعالیتونه یې منع کړل او د بیان پر ازادۍ یې سخت محدودیتونه هم لګولي دي.
تازه د روانې دلوې په ۶مه د طالبانو حکومت په افغانستان کې د رسنیو د دریو ملاتړو بنسټونو پرته د نورو ټولو بنسټونه فعالیتونه منع کړل.
له دې وړاندې د روانې جنورۍ په ۱۱ مه د طالبانو د عدلیې وزارت اعلان وکړو چې په تېرو دوه میاشتو کې یې په کابل کې د نږدې ۵۰ خیره بنسټونو، او ټولنیزو سازمانونو دفترونه د ناقانونه فعالیت له امله تړلي دي، خو د ځینو خیریه بنسټونو مسؤلینو طالبان دوی سره په سیاسي چلند تورن کړي او ادعا یې کړې چې د طالبانو د عدلیې وزارت هڅه کوي چې د دوی فعالیتونه محدود کړي.
