Добавить новость
103news.com
World News
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

پر افغانستان د پخواني شوروي د پوځي اشغال د پای ته رسیدو۳۷ کلیزه او له لسیزو کډوالۍ وروسته هیواد ته د بیرته ستنو شویو ستونزې

0

نن یکشنبه د سلواغې یا دلوې ۲۶مه له افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ۳۷ کاله پوره شول. بوریس ګروموف د دوی وروستی پوځي و چې پر امو سیند د دوستۍ د پله له لارې له دې هیواده ووت او په دې توګه په افغانستان کې د شوروي نهه کلن پوځي حضور پای ته ورسېد .

۴۶ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د مرغومي«جدي» په شپږمه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، د حفیظ الله امین د وخت حکومت یې ړنګ او داسې یوه جګړه پیل شوه چې میلیونونه افغانان یې اغیزمن کړل.

د همدې یرغل او د شوروي ځواکونو او د هغه وخت د مجاهدینو ترمنځ د خونړیو جګړو په ترڅ کې، میلیونونه افغانان اړ شول چې هېواد پرېږدي.

زیات شمېر افغانان په ځانګړي ډول پاکستان ته کډوال شول او هلته یې لسیزې کډوالۍ تېره کړه، داسې چې هلته یې څو نسله وزېږېدل چې تراوسه یې لا خپل وطن هم نه دی لیدلی.

د لغمان ولایت اوسېدونکې ثناه ګل احمدزی چې په پاکستان کې زیږیدلی او شپږ میاشتې مخکې له پاکستانه بیرته افغانستان ته ستون شوی یکشنبه د دلوی یا سلواغلې ۲۶مه یې ازادي راډيو ته وویل چې هغه مهال یې کورنۍ کډوالۍ ته اړشوه چې پلار یې د شوروي د یرغل پر مهال ونیول شو.

"زما پلار د شور ویانو په وخت کې د جهاد پر مهال زنداني شو او له هغې وروسته موږ پاکستان ته کډوال شو، زه همالته زېږېدلی یم زما یوه خور یې غیږ کې وړه وړې، بله لږه غټه وه، وروسته موږ شپږ ورونه او څلور خویندې په پاکستان کې وزېږیدو، اوس چې دلته راغلي یو هیڅ ډول اسانتیاوې نشته، نه سرپنا لرو او نه کار ډېر په بد وضعیت کې یو. څلور خويندې او موږ شپږ وروڼه په پاکستان کې وزېږېدو. اوس چې دلته راغلي یو، هېڅ ډول اسانتیا نشته، سرپناه نه لرو او په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوو."

دا یوازې پاکستان ته د شوروي د اشغال په کلونو کې کډه شوې کورنۍ ندي چې اوس بیرته هیوادته ستنیږي او د سرپناه په ګډون له ډیرو اقتصادي ستونزو سره مخ دي بلکې له هغې وروسته کلونو کډه شوي هم وطن ته له بیرته ستنیدو سره له ورته ستونزو سره مخ دي.

عمر، افغانستان ته بل ستون شوی کډوال دی چې ورته کیسه لري، وايي پلار یې د شوروي د اشغال په مهال اړ شو چې وطن پرېږدي او له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډه شي.

دی چې ۲۷ کلن دی او په پاکستان کې زیږېدلی، وايي په افغانستان کې هر څه ورته نوي دي.

" زه او زما مشران وروڼه او خويندې ټول هلته په کمپونو کې زېږېدلي یو، ان زما خپل اولادونه هم په پاکستان کې زیږېدلي دي، څلور میاشتې کېږي چې وطن ته راغلي یو، خو دلته هم کډوال معلومېږو. هېڅ ځای کې څوک نه لرو او ځینې خلک پر موږ خاندي چې تاسو کډوال واست او کډوال به پاتې شئ."

ډېری دغه کډوال چې د «پي او ار» د کډوالۍ کارتونه یې لرل، د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې پاکستان له دې هیواده وویستل.

د شوروي ځواکونو له یرغل وروسته د پراخې کډوالۍ په څپه کې، په پاکستان کې د افغان کډوالو لسګونه کمپونه جوړ شول؛ داسې کمپونه چې ډېر یې تر نږدې څلورو لسیزو وروسته هم تر څه مودې مخکې فعال وو او زرګونه افغان کورنۍ په کې اوسېدې.

خو د پاکستان حکومت د تېر کال د سپتمبر په ۲۵مه په یوه رسمي مکتوب کې خبرداری ورکړ چې د خیبرپښتونخوا، کراچۍ او پنجاب ایالتونو کې به د افغان کډوالو ۱۶ کمپونه وتړي او وروسته هم د دغه هېواد د پرېکړې له مخې یو شمېر نور کمپونه وتړل شول.

د ځینو کډوالو په وینا، کوم کمپونه چې لا هم فعال دي د پاکستان حکومت پرې د برښنا او اوبو په ګډون بنسټیز خدمتونه بند کړي دي.

په خیبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د سرتاسري شورا مشر بریالی میاخیل چې خپله هم د شوروي له یرغل وروسته په ۱۷ کلنۍ کې پاکستان ته کډوال شوی و وايي اوس مهال په پاکستان کې پاتې کډوال له سخت وضعیت سره مخ دي.

"کله چې موږ کډوال شو او دلته راغلو، کمېشنري او یو‌ان‌اچ‌سي‌ار فعال وو، کمپونه جوړ شوي وو، ځینو خلکو ځانته کرايي کورونه نیول، مرسته کېده، خوراکي توکي ورکول کېدل او د کار او ژوند ازادي وه، دلته موږ لسیزې تېرې کړې خو په یوه شپه کې موږ ټول غیرقانوني وبلل شو، اوس دا کډوال یوازې د الله په هیله دي، له ۳۵ کلونو وروسته چې بېرته ستنېږي، نه کور لري، نه سرپناه، نه کار او روزګار، او نه هم له خلکو او چاپېریال سره بلدتیا لري."

د طالبانو حکومت د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو د ۳۷ کلیزې په مناسبت یوه خپره کړې اعلامیه کې هغه د ویاړ د ورځې په توګه یاده کړې ده.

د طالبانو حکومت د سلواغې ۲۶مه په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د پخواني شوروي اتحاد د پوځي اشغال په کلونو کې په افغانستان په جګړو کې د شوروي لږ ترلږه ۱۵ زره پوځیان ووژل شول. د بشري حقونو ډلو په وینا په دې موده کې له یوملیون زیات ولسي وګړي ووژل شول. د شوروي د اشغال په موده کې په زرګونو کلي په کنډوالو بدل شول او د شمیرو له خوا له پنځو ملیونو زیات افغانان هم له هیواده وتلو ته اړشول چې دې بهیر وروسته د کورنیو جګړو او نورو ناخوالو له امله دوام وکړ چې هغه تر اوسه پورې په یوډول دوام لري.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России