Добавить новость
103news.com
World News
Февраль
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

په روژه کې افغان ښځو د مرباوو او اچارو کاروبار زیات شوی دی

0

د روژې په رارسېدلو سره یو شمیر افغان نجونې او میرمنې وايي، په کورونو کې یې مرباګانې، چکنيانې(چټني) او اچارونه جوړ کړي دي. دوی وايي، دا کار یې ځکه کړی، چې ورته ارزانه تمام شي او صحي. ډاکټران وايي، دا خوراکي مواد باید په کافي اندازه استفاده شي، د جوړولو پر مهال یې د موادو په کارولو کې احتیاط وشي او په ځانګړي ډول هغه کسان چې د معدې تکلیفونه او یا د شکرې ناروغي لري باید ډیره استفاده ترې ونه کړي.

د روژې په ماښامي کې اچار او چکني او په پېشنمي کې هم مربا دا په افغانستان په ډیریو دسترخوانونو ایښي معمول خواړه دي۰

یو شمیر افغان نجونې او میرمنې وايي، سږ یې هم روژې ته په خپلو کورونو کې ځني مرباګانې، چکنی او اچارونه جوړ کړي دي۰

دوی وايي، دا کار ځکه کوي، چې هم ورته ارزانه تمامېږي او هم صحي.

د کابل اوسېدونکې نفیسې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"بازار کې ډیره ګراني ده، له همدې امله مونږ په کور کې هم اچار جوړوو او هم مربا، ځکه چې هم ارزانه تمامېږي او هم صحي راځي، مربا له مڼو جوړوو، مڼې دا ورځې ښې ارزانه دي، د نارنج له خلال او ګاژرو یې هم جوړوو، اچار بیا له شلغم، ګاژرو، ګلپي، تور بانجانو، له دې شیانو جوړوو."

د نوموړې په خبره سږ روژه د کابل په بازارونو په سرکه کې جوړ شوی د بېلابیلو سبزیو او ترکاریو مکس اچار یو کیلو په پنځوس افغانۍ او د مڼې مربا بیا کیلو سل افغانۍ ده.

دا خبره یو شمیر نورو کابل ښاریانو او هټیوالو هم ازادي راډیو ته وکړه ویې ویل، په ټوله کې نرخونه همدا دي خو د دوی په خبره، ممکن څوک یې په لس کمو، یا لس زیاتو هم وپلوري.

د ننګرهار اوسېدونکې سکینه بیا وايي، دوی هر کال روژه کې د اوري اچار او چکني جوړوي:

"مونږ د سرکې اچار نه جوړوو، د اوري اچار جوړوو، او د شنې ډنیا چکني کوو، چې شنه ډنیا، مرچک او هوګه له ماشین وباسو او مستو کې یې ګډوو."

ډاکټران وايي، دا خوراکي مواد باید په کافي اندازه استفاده شي، د جوړولو پر مهال یې د موادو په کارولو کې احتیاط وشي او په ځانګړي ډول هغه کسان چې د معدې تکلیفونه او یا د شکرې ناروغي لري باید ډیره استفاده ترې ونه کړي:

د داخله ناروغیو متخنص ډاکټر نورالله چمتو ازادي راډیو ته وویل:

" که چیرې اچار په اوري کې جوړ شوی وي کوم ممانعت په کې نشته، د مڼې سرکه هم ګټوره ده، همدا شان مرباګانې هم که چیرې ‌ډیره زیاته معمولي بوره په کې استفاده شوې نه وي بهتره به وي، ځني مصنوعي بورې هم جوړې شوي چې هغې نه کیدای شي خوراکي موادو کې استفاده وشي، دا مربوطېږي دې ته چې ځني کسان شته چې د معدې تکلیفونه لري، زخمونه، تیزابیت، زړه یې اېشېږي، همداشان یا یې وزن زیات وي، یا هم د شکرې یا شوګر ناروغي لري دغه کسان باید توجه وکړي دې برخه کې چې ډیر ورنه استفاده نشي."

د یادونې ده که یو شمیر خلک که روژې ته په کور کې مرباګانې، چکنیانې او اچارونه جوړوي، څني نور له بازاري هغوی استفاده کوي، یو شمیر بیا چې ډېر د خپلې روغتیا په فکر کې دي دا خواړه هیڅ نه خوری، خو داسې کسان هم شته چې دواړه ډوله یې په دسترخوانونو ایښي وي او په کور کې تولید شوی محصول له بازاري هغه سره پرتله کوي چې کوم ښه او خوندور دی.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России