Добавить новость
103news.com
World News
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

ډبیلو ایف پي: د وروستیو شخړو له زیانمنو سره یې د خوراکي مرستو بهیرپیل کړی

0

د خوړو نړیوال پروګرام، WFP د یکشنبې په ورځ د کب یا حوت په ۲۴ اعلان وکړ چې د "ژوند ژغورونکي" خوراکي توکو رسولو بهیر یې د هغو له ۲۰ زره زیاتو افغان کورنیو لپاره پیل کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو له امله بې ځایه شوي دي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپورله مخې بې ځایه شوې کورنۍ به په لومړي سر کې د "فوري" لوږې د کمولو لپاره مقوي بسکویټونه او چمتو شوي خواړه ترلاسه کړي.

ډبلیو ایف پي ویلي دي چې په راتلونکو څو اونیو کې به زیانمنو کورنیو ته اضافي مرستې هم ورکړل شي، چې پکې خوراکي توکي او نغدي مرسته شامله ده.

د ناروې د کډوالو شورا تېره جمعه وویل چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د فبرورۍ له ۲۶ مې نېټې راهیسې له اصلي سیمو څخه تر ۱۱۵ زره زیات خلک بې ځایه شوي دي.

د کنړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی عطاءالله، د بې ځایه شویو کسانو له ډلې څخه دی.

هغه ازادۍ راډیو ته وویل چې بې ځایه شوي کسان عاجلو مرستو ته اړتیا لري: " د اسعدآباد شاوخوا مختلفو سیمو کې کمپونه جوړ شوي دي، یو شمېر خلک د سیند پر غاړه د ترپالونو لاندې په سړه هوا کې ژوند کوي. موږ له خیریه بنسټونو، موسسو او اسلامي امارت څخه غواړو چې د بې ځایه شویو خلکو سره د سرپناه او خوراکي توکو په برابرولو کې مرسته وکړي. دلته داسې کسان هم شته چې د روژې ماتولو لپاره هیڅ څه نه لري."

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ وویل چې د شخړو په نتیجه کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۷۵ ملکي کسان وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان شوي دي.

د ماشومانو د ژغورنې موسسې (Save the Children) تېره سه شنبه وویل چې د افغانستان په ختیځ کې د جګړو د شدت له امله د بې ځآیه شویو کورنیو ۶۸ زره یې ماشومان دي.

دغې ادارې همدارنګه ویلي چې د روغتیا، تغذیې، د ماشومانو د ملاتړ او تعلیم به برخو کې یې د شاوخوا ۱۳۴ زره کسانو لپاره خدمتونه ګډوډ شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام په یوې اعلامیې کې ویلي: "دې ادارې په سیمه کې له خطرناکو شرایطو سره سره په ډېرو سرحدي سیمو کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي."

د افغانستان لپاره د ډبلیو ایف پي مشر جان ایلیف خبرداری ورکړی چې "هره نوره بې ثباتي به میلیونونه کسان له ژورې لوږې سره مخامخ کړي."

د افغانسان او پاکستان ترمنځ د شخړو له پیلیدو مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې په افغانستان کې ۱۹،۹ میلیونه کسان، یعنې د دې هیواد نږدې نیمایي نفوس، سږ کال بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت، یوناما سرپرستې جورجت ګانیون، د تیرې دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې د ځاني او مالي زیانونو سبب شوي دي. هغې له دواړو لورو وغوښتل چې خپل اختلافات له ډیپلوماتیکو لارو حل او پریوه اوربند هوکړه وکړي.







Губернаторы России





Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России