پاکستان کې نن په سرکاري توګه کوچنی اختر لمانځل کېږي
نن (د مارچ پر ۲۱مه) په پاکستان کې د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده چې په ترڅ کې یې د سرښار اسلام اباد ترڅنګ په څلورو واړو صوبو، ګلګت بلتستان او د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې خلک د اختر مراسم پر ځای کوي.په پلازمېنه اسلام اباد کې د اختر لمونځ په فیصل جومات کې ترسره شو چې زرګونو خلکو پکې ګډون وکړ. همدا رنګه د لاهور، کراچۍ، پېښور او کوټې په لویو جوماتونو او میدانونو کې د اختر لمونځونه وشول. د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او ولسمشر اصف علي زرداري ولس ته مبارکي ورکړې او د یو موټي اوسېدو غوښتنه یې ترې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په ګڼو برخو کې خلکو د مارچ پر ۲۰مه د سعودي عرب او په ځینو ځایونو کې د مارچ پر ۱۹مه له افغانستان سره یو ځای اختر لمانځلی وو.
سږ کال اسلامي نړۍ په داسې وخت کې کمکی اختر لمانځي چې پر ایران د اسراییلو او امریکې بریدونه شوي او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمینځ هم په تېرو څو اونیو کې جګړه شوې ده. البته د اوس لپاره د پاکستان او طالبانو حکومتونو د کوچني اختر په مناسبت لنډمهالی اوربند اعلان کړی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ د مارچ پر ۱۸مه پر اېکس په خپاره کړي بيان کې ويلي ول چې حکومت يې په خپل "ابتکار" او د سعودي عرب، قطر او د ترکیې په غوښتنه پرېکړه کړې ده چې په افغانستان کې د "غضب للحق عملیاتو" په نوم په روانو "عملياتو" کې "لنډمهاله وقفه" وکړي.
نوموړي زياته کړې وه چې دا وقفه به د مارچ د ۱۹مې شپې له ۱۲ بجو څخه د مارچ تر ۲۳مې تر نیمې شپې پورې نافذه وي.
تر دې بيان وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هم پر اېکس پاڼه په بيان کې وويل چې ځواکونه يې د کوچني اختر په مناسبت او "د مینځګړو وروڼو اسلامي هېوادونو" سعودي عرب، ترکيې او قطر په غوښتنه په "رد الظلم دفاعي عملیاتو کې "لنډمهاله" وقفه اعلانوي.
