Добавить новость
103news.com

World News in Pashto

Новости от Russia24.pro

Russia24.pro Каталог
Март
2026
1 2 3 4 5 6 7 8 9 10 11 12 13 14 15 16 17 18 19 20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

Все новости

په چک جمهوریت کې احتمالي " ترهګریزه" پیښه

Pa.azadiradio.com 

په چک جمهوریت کې احتمالي " ترهګریزه" پیښه یوه ډله مخ پټو کسانو په چک جمهوریت کې د وسلو هغې کارخونې ته اور اچولی چې د راپورونو له مخې د اسراییلو د بې پيلوټه الوتکو په جوړولو کې یې همکاري کوله. پیښه د شپې په مخه شوی چې د چارواکو په وینا چاته په کې د سر زیان نه دی اوښتی. نور په دې ویډیو کې وګوری:

کونډی: افغانستان کې به د وسلوالو ضد "عملیات" ستونزه هواره کړي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا ګورنر (والي) فیصل کریم کونډی وايي، اسلام اباد هڅې وکړې چې په پاکستان کې د وسلوالو حملو مخنیوي لپاره د طالبانو له حکومت سره په خبرو نتیجې ته ورسېږي خو دا کار و نه شو. نوموړي د مارچ پر ۱۹مه له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې دعوه وکړه چې "هند او اسراییل" د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالوي. نوموړي البته د خپلې دعوې د ثابتولو لپاره نور معلومات یا شواهد وړاندې نه کړل خو و یې ویل چې اسلام اباد مجبور شو چې په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پرضد کارروايي وکړي. د پاکستان پوځ او حکومت... Читать дальше...

د ایران د سپاه پاسداران ویاند ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې د دې ځواک ویاند علي محمد نائيني د جمعې په سهار (د کب/ حوت ۲۹ مه) وژل شوی دی. سپاه په خپله خبرپاڼه کې پر ناییني د برید په اړه نور جزییات نه دي ورکړي. له دې خبر لږ وروسته، اسرائیلي پوځ اعلان وکړ چې علي محمد نائيني یې په نخښه کړی او زیاته یې کړه چې «د ایران د حکومت د مشرانو او قوماندانانو پر ضد به بریدونو ته دوام ورکړي.» د سپاه پاسداران ویاند په داسې حال کې وژل شوی چې تر دې پېښې څو ساعته مخکې، فارس خبري اژانس (چې سپاه ته نژدې بلل کېږي) د هغه له قوله راپور ورکړی و چې ویلي یې وو... Читать дальше...

د مردان په ځینو برخو کې اختر او ځینو کې روژه ده

Mashaalradio.com 

د پاکستان د رویت هلال مرکزي کمېټۍ او د پېښور قاسم علي خان جومات د مارچ پر ۱۹مه اعلان وکړ چې د اختر میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه د جمعې پر ورځ ۳۰مه روژه ده. خو په مردان کې ځینو کمېټیو شپې مهال اعلان وکړ چې د میاشت لیدو شهادتونه یې ترلاسه کړي نو ځکه د جمعې پر ورځ اختر لمانځي. په دې اړه تفصیل په ویډيويي رپورټ کې.

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د کابل پر روغتون د برید "بې پرې او خپلواکه پلټنې" وکړي

Mashaalradio.com 

د بخښنې نړیول سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) له پاکستانه په کابل کې پر روغتون د خونړي برید په اړه سپیناوی او خپلواکه پلټنې غوښتې دي.د سازمان د جنوبي اسیا څانګې د مارچ پر ‍۹مه پر ووبپاڼه د خپلې سیمه ییزې رییسې اېسابېل لاسي له خولې لیکلي چې تر اوسه په نشه يي توکو د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستاني پوځ په برید کې د مرګژوبلې کره ارقام نه شي تاییدولای خو دا معلومه ده چې پکې "سلګونه ملکیانو ته مرګژوبله واوښته." نوموړې ویلي دي چې دا "ښه مستنده ده" چې "له ۲۰۱۶ز کال راهیسې" د "فینېکس (هما)" په نوم د ناټو ځواکونو... Читать дальше...



د ژورنالستانو مرکز د افغان خبریال مهدي انصاري د خوشي کېدو هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ژورنالستانو مرکز وايي، افغان خبریال مهدي انصاري په کابل کې له یو نیم کال بنده وروسته خوشي شوی دی. دې مرکز ویلي د انصاري، چې په بګرام محبس کې بندي و، د خوشي کېدو هرکلی کوي خو په عین حال کې ټینګار کوي چې له دې کبله چې نوموړی له جلاوطنه رسنیو سره د همکارۍ په تور محاکمه او بندي شوی وو، اساسي حقونه یې نقض شوي دي. مهدي انصاري تېر لمریز کال د تلې په ۴ مه د کابل په دشت برچي کې ونیول شو او وروسته لومړنۍ محکمې د طالبانو پرضد د تبلیغ په تور په یونیم کال حبس محکوم کړ. وروسته یوې طالب پلوې رسنۍ... Читать дальше...

پاکستان وايي، اوربند یې نه دی مات کړی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي، د طالبانو هغه ادعا ردوي چې ګواکې پاکستان موقت اوربند مات کړی دی. وزارت نن (جمعه) په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې لیکلي «د طالبانو د رژیم د دفاع وزارت/ویاند دا ادعا بې اساس ده چې پاکستان هغه لنډمهاله وقفه ماته کړې — چې په خپله پاکستان د کوچني اختر په مناسبت پیل کړې وه. » د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختر په مناسبت لنډمهاله اوربند د سعودي عربستان، قطر او ترکیې په غوښتنه د چهارشنبې په ماښام د دواړو هیوادونو له لوري اعلان شو. خو پرون د طالبانو دفاع وزارت وویل چې پاکستان... Читать дальше...

ولسمشر ټرمپ وايي، نه غواړي ایران ته پوځیان ولېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ترمپ، د پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې نه غواړي امریکايي پوځیان د ایران خاورې ته واستوي. هغه دا څرګندونې په سپینه ماڼۍ کې د جاپان له صدراعظم سره د لیدنې پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې وکړې. ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا به خپل پوځیان ایران ته ولېږي، وویل: «نه، زه پوځیان هېڅ ځای ته نه لېږم. که مې غوښتل هم چې دا کار وکړم، تاسو ته به مې نه ویل.» له دې څو ساعته مخکې، رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې ښايي د ټرمپ اداره منځني ختیځ ته د زرګونو پوځیانو... Читать дальше...

څو هیوادونو په هرمز تنګي کې د بېړیړو د تګ راتګ ساتنې ته چمتووالی وښود

Pa.azadiradio.com 

څو اروپايي هېوادونو له جاپان او کاناډا سره په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی چمتو دي د کښتیو د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره د هرمز تنګې په ساتنه کې برخه واخلي او د انرژۍ بازارونو د ثبات لپاره ګامونه پورته کړي. په دې اعلامیه کې چې د بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او هالنډ له خوا خپره شوې، پر سوداګریزو کښتیو او ملکي زیربناوو—په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو پر تاسیساتو د ایران وروستي بریدونه غندل شوي او د دې مهمې لارې د «عملي بندېدو» په اړه اندېښنه ښودل شوې ده. په اعلامیه کې ویل شوي: «موږ چمتو یو چې د مناسبې... Читать дальше...

د کویت پر یوه چاڼځای د بې پېلوټه الوتکو بریدونه وشول

Pa.azadiradio.com 

په کویت کې د «مینا الاحمدي» د تېلو د تصفیې پر فابریکې د جمعې په سهار (۲۹ حوت) د څو بې پېلوټه الوتکو بریدونه وشول. د کویت د تېلو شرکت اعلان کړی چې د برید له امله د دې چاڼځای ځینو برخو اور اخیستی دی. د کویت چارواکو ویلي چې د فابریکې په ځینو برخو کې فعالیتونه درول شوي، خو په دې پېښه کې د سر زیان نه دې پېښ شوی او د ژغورنې ډلې د اور وژلو هڅه کوي. له کله چې د ایران پر ضد د اسرائیل او متحده ایالات امریکا جګړه پیل شوې، پر دې چاڼځای دا څویم برید دی.

د پنجاب حکومت د مېوو او سبزيو پلورونکو ته نوې کراچيانې ورکړې دي

Mashaalradio.com 

د پنجاب حکومت په لارو کوڅو کې د مېوو او سبزيو پلورونکو ته نوې کراچيانې (رېړۍ يا ګاډې) ورکړې دي او د هغوی لپاره يې په ښارونو کې ځايونه ځانګړي دي. اخوا ځايي خلک وايي چې په دې ځانګړو بازارونو کې توکي په ارزانه ډول تر لاسه کوي. د مشال راډيو خبريالانو په راولپېنډۍ کې له هغه ځانګړي بازاره ويډيويي راپور رالېږلی دی.




Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России