عبدالفتاح السیسي د دوهم ځل لپاره د مصر د ولسمشرۍ لوړه پرځای کړه
عبدالفتاح السیسي د دوهم ځل لپاره د مصر د ولسمشرۍ د څلور کلنې دورې لپاره لوړه پرځای کړه.
دا مراسم نن شنبه په پارلمان کې داسي مهال ترسره شول چې په قاهره کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
نوموړی د مارچ د میاشتې په انتخاباتو کې چې کوم جدي سیال یې نه درلود، بیا د مصر د ولسمشر په توګه انتخاب شو.
د نوموړي یوازنی سیال موسی مصطفی موسی و چې ډېر نه و پېژندل شوی او تر وروستیو شېبو چې په سیالیو کې شاملېده، د واکمن رژیم پلوي و.
سیسي چې یو وخت د مصر د پوځ مشر و، په ۲۰۱۳ میلادي کال د یوې پوځي کودتا په نتیجه کې د هغه هېواد لومړنی منتخب ولسمشر محمد مرسي له واکه لېري کړ.
د سیسي پلویان وایي، هغه تر څو کلونو ناکراریو وروسته مصر ته ثبات او امن راوست، خو منتقدین یې هغه د مخالفینو په ځپلو او د بیان د ازادۍ په محدودولو تورنوي.
عبدالفتاح السیسي لومړی ځل په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر په توګه ټاکل شوی و.