پوتین: واشنګټن دې پیونګ یانګ ته کلک امنیتي ضمانتونه ورکړي
د روسیې ولسمشر خبرداری ورکړ چې که متحده ایالات غواړي چې شمالي کوریا له خپلو ټولو اټمي فعالیتونو لاس واخلي، باید پیونګ یانګ ته کلک امنیتي ضمانتونه ورکړي.
ولادیمیر پوتین دغه څرګندونې پیکنګ ته تر سفر مخکې د چین له دولتي ټلوېزیون سره په مرکه کې کړي چې پرون چهارشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۶» خپره شوه.
پوتین هیله وښوده چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون ترمنځ د جون د ۱۲مې نېټې پلان شوې کتنه به مثتبې نتیجې ولري.
پوتین له دغې کتنې مخکې د اټمي او د میزائیلو د ازموینو د ځنډولو او اټمي ازموینې د ځای د لهمنځه وړلو په ګډون د شمالي کوریا بې ساري اقدامات وستایل او هغهیې د ښه نیت ښودلو مهم اقدمامات وبلل.
د روسیې ولسمشر دغه راز ټرمپ هم وستایه چې له کېم سره د کتنې په اړه پریکړه یې د ده په وینا زړوره او پخه پریکړه ده.
ټاکل شوې دواړه مشران په سنګاپور کې سره وویني.