امینالله: په کندز کې ۱۵ افغان سرتېري وژل شوي
د کندز ولایتي شورا د دغه ولایت په قلعهزال ولسوالۍ کې د ۱۵ افغان سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دغه ولایت د ولایتي شورا یو غړی امینالله وايي، د کندز قلعهزال ولسوالۍ کې دغه سرتېري د وسلهوالو طالبانو په حمله کې وژل شوي دي.
د ښاغلي امینالله په وینا، وسلهوالو طالبانو نن سې شنبه تر لمر خاته مخکې چې دې سرتېرو پېشلمی کاوه، حمله کړې ده.
د افغانستان ملي دفاع وزارت یا د کندز ولایتي ادارې په دې اړه خبرې نهدي کړي.