فیصل شایسته د تایلنډ د لمپانګ لوبډلې سره لوبېږي
![فیصل شایسته د تایلنډ د لمپانګ لوبډلې سره لوبېږي](https://gdb.rferl.org/949A876F-0DD3-4B11-A788-F63216C4A740_cx25_cy13_cw41_w800_h450.jpg)
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر فیصل شایسته د تایلنډ د فوټبال لومړۍ درجهلیګ سیالیو کې د لمپانګ لوبډلې سره لوبېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې ښاغلي شایسته له لمپانګ لوبډلې سره يو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
لمپانګ لوبډله اوسمهال د تایلنډ د لومړۍ درجهلیګ سیالیو په جدول کې نهم ځای لري.
له دې وړاندې د فوټبال ملي لوبډلې بل لوبغاړي مصطفي ازادزوی هم د دغه لیګ چیانګ مای لوبډلې سره د لوبېدو تړون لاسلیک کړی دی.
ټاکل شوې د لمپانګ او چیانګ مای لوبډلې د تایلنډ د لومړي درجهلیګ د ۲۶ اوونۍ په سیالیو کې د ۲۰۱۸ میلادي کال د سپټمر په اتمه نېټه سره مخامخ شي.