د هلمند د سولې ولسي حرکت د سولې غږ تر کابله رسوي
![د هلمند د سولې ولسي حرکت د سولې غږ تر کابله رسوي](https://gdb.rferl.org/035def69-b0e1-4526-b10f-df82ff33b783_tv_w800_h450.jpg)
د هلمند د سولې ولسي حرکت غړي چې په هېواد کې د ١٧ کلنې جګړې د ختمولو لپاره پلي روان دي، د سې شنبې په ورځ له غزني د کابل پر لوري روانېږي. د جګړې ضد دغه حرکت اول د ٨ کسانو له خوا له هلمنده پيل شو، چې اوس يې د برخوالو شمېر تر ٦٠ اوښتى دى. د دغه حرکت غړي په افغانستان کې د اوربند د غزولو غوښتنه لري. صالح محمد صالح راپور لري