د اختر ډزو د اکمل خان ژوند تل تر تله کنډو کړ
د اختر او د خوشحالې په نورو موقعو خلک هوايي ډزې کوي. په دغه ډزو هر کال په لسګونو خلک ژوبل کېږي. ځينې خو پکې ووژل شي او ځينې پکې داسې هم وي چې د ټول عمر لپاره معذوري ور په غاړه شي. همدغسې يو کس د صوابۍ ۲۰ کلن اکمل خان دی چې په هوايي ډزو معذوره شو. کیسه يې د ځلاند يوسفزي په دې ویډیويي رپورټ کې وګورئ.