د بغلان پولیسو د داعش ډلې یو غړی نیولی دی
د بغلان پولیس پهدې ولایت کې د داعش ډلې د یوه غړي د نیول کېدو خبر ورکوي.
د بغلان امنیه قوماندان پاسوال اکرام الدین سریع ازادي راډیو ته وویل، تورن کس د دې ولایت د شمال په ناامنه سیمو لکه باغ شمال او چشمه شیر کې د داعش په نوم ورانکار فعالیتونه کول او پرون پنجشنبې په داسې حال کې ونیول شو چې غوښتل یې د یوې مدرسې مولوي ووژني.
ښاغلی سریع وايي، داعش ډله پخوا په بغلان کې نه و خو اوس - اوس یې پهدې ولایت کې فعالیت پیل کړی دی.