دفاع وزارت: طالبان اختر کې د دولت تر ولکې لاندې سيمو ته ورتلی شي
![دفاع وزارت: طالبان اختر کې د دولت تر ولکې لاندې سيمو ته ورتلی شي](https://gdb.rferl.org/B0ABB783-37A1-46A3-BFD4-36C88685435D_w800_h450.jpg)
د افغانستان دفاع وزارت وايي وسلهوال طالبان کولاى شي، د اختر په ورځو کې د خپلو خپلوانو د ليدو لپاره د دولت تر ولکې لاندې سيمو ته ورشي.
د دغه وزارت د وياند د دفتر سرپرست بريد جنرال محمد رادمنش ازادي راډيو ته وويل، د دې کار لپاره په ښارونو کې ځانګړي تدابير نيول شوي دي:
"د ښار په دروازو کې د وسلو او مهماتو د ساتنې لپاره خاص ځای شته چې د اختر په ورځو کې هېڅوک- که زموږ دي که وسلهوال طالبان باید ښار ته له وسلو سره ولاړ نهشي. دوی د خپلو کورنیو لیدو ته راتلای شي، د امنیت ضمانت یې کوو خو له وسلې پرته."
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د حکومت او وسلهوالو طالبانو لهخوا د اوربند له اعلان سره سم، په افغانستان کې امنيتي ګواښونه په سلو کې ٧٠ کم شوي دي.