روسيه او سعودي د تېلو او ګازو په برخه کې همکاري پراخوي
![روسيه او سعودي د تېلو او ګازو په برخه کې همکاري پراخوي](https://gdb.rferl.org/C5D68572-4550-4FFF-856F-49D17CFB1BBA_w800_h450.jpg)
روسيه او سعودي عربستان وايي، د تېلو او ګازو په برخه کې يې د همکارۍ پر پراختيا موافقه وکړه.
دوى په تېرو دوو کلونو کې د تېلو د بيې لوړېدو لپاره هم په خپلو کې همکاري کړې ده.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د سعودي عربستان وليعهد شهزاده محمد بن سلمان او دواړو هېوادونو د انرژۍ وزيرانو په دې اړه پرون مخکې تر دې چې د دواړو هېوادونو د فوټبال ټيمونه د نړيوال جام اوله مسابقه وکړي، په مسکو کې موافقه وکړه.
د سعودي عربستان د انرژۍ وزير خالد الفالح او د هغه روسي سيال الکساندر نوواک په يوه ګډه اعلاميه کې وويل، د نړۍ د تېلو دغه دوه لوى توليدوونکي به د مارکېټ مديريت ته د متوازن بازار لپاره په هڅو سره ادامه ورکړي.
ده وويل چې د تېلو په کافي عرضه کولو سره به د دغه مديريت ملاتړ کېږي.
دغه دوه اړخيزه موافقه د پوتين او سلمان له خوا هم تاييد شوې او دواړو ويلي، له شک پرته به موږ په دې برخه کې همکاري او مخکې تګ ته ادامه ورکړو.