په يوه حمله کې د پاکستاني طالبانو يو مشر وژل شوى
![په يوه حمله کې د پاکستاني طالبانو يو مشر وژل شوى](https://gdb.rferl.org/97B61116-5A82-4287-A0D7-ABD6CB6D2872_w800_h450.jpg)
د امريکا متحدو ايالتونو دفاع وزارت وايي، د دغه هېواد د بې پېلوټه الوتکې په يوه حمله کې د پاکستاني طالبانو يو مشر وژل شوى دى.
د محلي رسنيو د نا تائيد شوېو راپورونو له مخې د طالبانو دغه مشر په افغانستان کې وژل شوى دى.
د امريکا پوځي چارواکو پرون ناوخته رسنيو ته وويل، پهدې حمله کې د تحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله د چهارشنبې په ورځ په کونړ کې ويشتل شوى دى.
ځينو امريکايي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط رويټرز خبري اژانس، امريکا غږ او د فرانسې خبري اژانس ته وويل چې د ملا فضل الله د وضعيت په اړه نور معلومات نهلري.
دوى پهدې اړه چې ايا دغه عمليات بريالي وو که نه؟ تبصره نهده کړې.
د محلي رسنيو په راپورونو کې ويل شوي چې د پاکستاني طالبانو دغه مشر وژل شوى دى.