له يمنه پر عربستان د توغول شويو راکټونو ځينې پرزې په ايران کې توليد شوي
د ملګرو ملتونو په يوه تازه راپور کې ويل شوي، د هغو پنځو راکټونو ټوټې، چې د تېر کال په جولاى مياشت کې له يمن څخه پر سعودي عربستان توغول شوي وو، داسې پرزې لري، چې په ايران کې توليد شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتيريش په هغه راپور کې چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته لېږل شوى، ويلي، سره له دې چې دغه راکټونه د ايران ساخت پرزې لري، خو ملګري ملتونه نه دي توانېدلي تثبيت کړي، چې ايا دغه راکټونه د ٢٠١٦م کال د جنورۍ مياشتې له بنديزونو وروسته له ايرانه يمن ته انتقال شوي، که څنګه؟
ګوتيريش وويل، په غزه کې د حماس ډلې مشر د مې مياشتې پر ٢١مه وويل، چې ايران القاسم ځواک ته پيسې، تجهيزات او پوځي روزنه ورکړې ده.