هالنډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پیاوړی کوي
![هالنډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پیاوړی کوي](https://gdb.rferl.org/75FEC9EE-09F6-497D-9347-253D9175B42C_w800_h450.jpg)
هالنډ په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پیاوړی کوي.
د هالنډ دفاع وزارت د جمعې په ورځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې دا هېواد به په مالي کې د ملګرو ملتونو په سوله ساتي ماموریت کې خپل رول پای ته ورسوي او د افغانستان پرماموریت به ډېر تمرکز وکړي.
په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې هالنډ به په افغانستان کې چې اوس د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې شااوخوا سل پوځیان لري، نور څومره سرتېري دې هېواد ته واستوي، خو تېره اوونۍ په بروکسل کې د ناټو په مقر کې د دې تړون د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ناټو سرمنشي اعلان وکړ چې هغو پوځیانو ته چې په افغانستان کې اړتیا وه غړیو یې دا اړتیا پوره کړې ده.
هالنډ چې د ناټو غړی دی ډېری پوځیان یې له ۲۰۱۴ کال مخکې چې په افغانستان کې د ناټو محارب ماموریت پای ته نه و رسېدلی په ارزګان کې دېره وه.
په مالي کې هالنډ د ملګرو ملتونو په سوله ساتې ماموریت کې خپل رول د ۲۰۱۹ کال په می کې پای ته رسوي.