ټرمپ وايي د شمالي کوریا اټمي کړکېچ یې تر ډېره حده هوار کړئ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي، د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره له تاریخي کتنې وروسته د پیونګ یانګ د اټمي پروګرام پر سر راپور ته شوی کړکېچ یې تر ډېره حده هوار کړی دی.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې مخکیني ولسمشر بارک اوباما ورته ویلي و چې د شمالي کوریا د اټمي وسلو پر وګرام د امریکا په وړاندې تر ټولو لویه ستونزه ده.
ټرمپ زیاته کړه چې دغه ستونزه یې تر ډېره حده هواره کړې ده.
ټرمپ له کیم اون سره د جون پر دولسمه په سینګاپور کې وکتل او دواړو لورو هم یو ګډ سند لاسلیک کړ چې له مخې یې د کوریا ټاپووزمه له اټمي وسلو څخه په پشپړه ډول پاکېږي او د واشنګټن او پیونګ یانګ ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې له سره پیلېږي.