د مقدونيا د نوم بدلولو موافقه تصويب شوه
د مقدونيا پارلمان له يونان نه د پخوانۍ يوګوسلاويا د پخواني جمهوريت د نوم بدلولو موافقه تصويب کړه.
دا موافقه د پارلمان په هغه غونډه کې تصويب شوه چې د اپوزېسيون عمده ګوند ورسره بايکاټ وکړ.
وکيلانو دغه موافقه چې د مقدونيا رسمي نوم د شمالي مقدونيا په جمهوريت بدلوي، نن په ٦٩ موافقو رايو سره تصويب کړه.
دې طرحې ته چا مخالفه رايه نه ده ورکړې.