په غزني کې له طالبانو سره د همکارۍ په تور ۲ پولیس نیول شوي
په غزني ولايت کې چارواکو له وسلهوالو طالبانو سره د پټو معلوماتو شريکولو په تور د ٢ پوليسو د نيول کېدو خبر ورکړى دى.
ويل شوي چې دغو دوو پوليسو په ګيرو او اندړو ولسوالیو کې د ملي اردو پټ معلومات له وسلهوالو طالبانو سره شريکول.
د غزني امنيه قوماندانۍ نن چهارشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، دغه دوه پوليس پرون د استخباراتي معلوماتو پر اساس نيول شوي او د تحقيقاتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.