افغانستان، تاجکستان او پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې پر مبارزې غږېدلي
د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وایي، د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د پاکستان او ترکمنستان له ولسمشرانو سره په کتنو کې یې پر دوه اړخیزو موضوعاتو سربېره په سیمه کې د سولې او ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې پرل ارو چارو خبرې وکړې.
له دوشنبې د ازادي راډیو خبریال وایي، عبدالله عبدالله نن سهار هغو افغان خبریالانو ته چې له ده سره دوشنبې ته په دې سفر کې ملګري دي، وویل چې د پاکستان له ولسمشر ممنون حسین سرهیې په دې اړه چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره په روانو هڅو کې څه رول لوبولای شي خبرې وکړې.
عبدالله وویل، ممنون حسین په افغانستان کې د پاکستان د تحریک طالبان د ډلې د مشر ملا فضلالله د وژلو اقدام وستایه او هغهیې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړي کېدو لپاره یو ښه ګام وباله خو ده هم له هغه وغوښتل چې پاکستان هم باید په خپله خاوره کې د هغو سخت دریځو وسلهوالو په وړاندې جدي اقدام وکړي چې په افغانستان کې یې د جګړې اور بل کړی دی.
عبدالله وویل، د ترکمنستان له ولسمشر قربانقلي بردي محمداف سره په کتنه کې یې د انرژۍ او د افغانستان غاړې ته د امو سیند د ورانۍ د مخنیوي د چارو په ګډون پر یو لړ مهمو دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې.
د حکومت اجرائیه رئیس چې د اوبو په اړه په یوه سیمهییز کنفرانس کې د ګډون لپاره دوشنبې ته تللی نن به د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره هم خبرې وکړي.
په پام کې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ځینې موافقې هم لاسلیک شي.