په کونړ کې د نړیوالو ځواکونو په هوايي حمله کې۹داعشیان وژل شوي
په کونړ کې چارواکي وايي، د بې پیلوټه الوتکو په دوو بریدونو کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د کونړ والي ویاند عبدالغني مصمم د پنجشنبې په ماسپښین ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ او تېره شپه د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل او دوټه پور ولسوالۍ قورو سیمو کې د نړیوالو ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د داعش یا اسلامي دولت ډلې باندې دوه بریدونه کړې چې په څوکۍ کې ۴ او په وټه پور کې ۵ داعش وسله وال وژل شوي چې په وژل شوو کې یو پاکستانی هم شامل دی.
مصمم وايي، په دواړو بریدونو کې ولسي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د داعش یا اسلامي دولت ډلې د یادو بریدونو او دوی ته اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.