کندزیان: له اداري فساد سره په مبارزه کې دې دولت او خلک ګډ کار وکړي
د کندزیانو په وینا چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې دولت او خلک باید په ګډه کار وکړي.
دوی وايي، په دولتي ادارو کې د فساد شتون د خلکو پر وړاندې ډېرې ستونزې زېږولي او ترڅو چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خلک برخه وانخلي، له منځه وړل یې ناشونی کار دی.
د دې ولایت ګڼ شمېر خلک له دولته غواړي چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې باید جدې ګامونه پورته کړي او زیاتوي چې په دولتي ادارو کې د جدې تدابېرو په نيولو سره کولاي شي چې د فساد او پر فساد د ککړو اشخاصو مخه ونیسي.
د کندز یو شمېر خلک له قانون څخه د حراست د ادارو یوشمېر چارواکي وايي چې د ځینو عواملو له مخې هم د دولتي ادارو کارکوونکي فساد ته لاره هواروي او که دغه عوامل له منځه ولاړ شي، نو د اداري فساد لمن هم ورسره راټولېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان دولت له اداري فساد سره مبارزه له خپلو جدې مسؤلیتونو څخه یادوي او افغان ولسمشر هم په وار وار پر عدلي او قضايي ارګانونو غږ کړی چې له دغې پدیدې سره په جدې توګه مبارزه وکړي.