چارواکي: په ننګرهار کې ۸ داعشیان ۳ پاڅون کوونکي وژل شوي
د ننګرهار چارواکي وایي چې د دې ولایت د نازیانو ولسوالۍ په مورچل سیمه کې تېره شپه ناوخته د داعش وسله والو او ولسي پاڅون کوونکو تر منځ نښته شوې چې په نتیجه کې یې د داعش اته وسله وال وژل شوي او درې تنه یې نیول شوي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسؤل عطاالله خوګیاڼي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه نښته کې د ولسي پاڅون کوونکو دوه تنه وژل شوي او دوه نور یې ټپیان شوي دي.
په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن پرون له جلال اباد څخه د کتنې په مهال ویلي چې داعش سخت ځپل شوی او هغه به بریالی نشي.