په کندهار کې د یرغملو کارکوونکو کورنۍ غواړي چې عزیزان یې خوشې شي
په کندهار کې د سړک جوړونې د یوه شرکت د یرغمل شویو کارکوونکو کورنۍ له وسله والو طالبانو غواړي چې خپل عزیزان یې ازاد کړي، ځکه هغوی د عادي کارګرو په توګه کار کاوه.
د تښتول شویو کارکوونکو چې شمېر یې ۴۳ تنه دی، یو شمېر خپل او خپلوانو نن دوشبه ازادي راډیو ته وویل چې د کورنۍ غړو یې له امنیتي خطرونو سره سره له ډېر مجبوریته د سړک جوړونې له دغه شرکت سره کار کاوه.
د کندهار چارواکي وايي، تښتول شوي کسان د ډیورند کرښې ها خوا د بلوجستان ایالت په ګلستان سیمه کې ساتل کېږي او دوی هڅه کوي چې هغوی د قومي مشرانو په منځګړیتوب راخوشې کړي.
وسله والو طالبانو چې د تېرې جمعې په ورځ د دې پېښې مسؤلیت اخیستی، ویلي یې وو چې د حملې هدف یې امنیتي ساتونکي وو او او یرغمل کارګر بېرته خوشې کوي، خو د څلورو ورځو په تېریدو سره تر اوسه د هغوی د خوشې کېدو څرک نه لګېږي.