له کابل نه تر کاپیسا پورې د بایسکل ځغلونې سیالي تر سره شوه
![له کابل نه تر کاپیسا پورې د بایسکل ځغلونې سیالي تر سره شوه](https://gdb.rferl.org/72089DDE-D85E-4910-BC4C-2F7608B12931_w800_h450.jpg)
د افغانستان د بایسکل زغلونې فدراسیون د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې به برخه کې د یو ځای کېدو پخاطر د کاپیسا ولایت تر مرکز پورې د بایسکل ځغلونې سیالي ترسره کړه.
د دغه فدراسیون مشر حسین حمیدي نن ازادي راډيو ته وویل په دغو سیالیو کې شل نجونو او پنځوس هلکانو برخه اخیستي وه.
دی وايي نجونو تر لس کېلومتره پورې د مخدره موادو پر ضد شعارونه ولېږدول خو هلکان تر ټاکلي هدف پورې ورسېدل.
د مخدره موادو پر وړاندې د ملي راټولیدنې پخاطر د باسایکل ځغلونې سیالیو په پای لوبه کې ښه ځلېدونکو لوبغاړو ته د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت او د بایسکل ځغلونې فدراسیون لخوا جایزې هم ورکړل شوې.