دفاع وزارت: بېلابېلو برخو کې د دولت ٢٠ مخالفین وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو برخو کې د دولت د ٢٠ مخالفو وسلهوالو د وژلو ادعا کړې ده.
دغه وزارت ويلي چې دغه وسلهوال په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پوځي عملياتو په نتيجه کې وژل شوي، ١٩ تنه ټپيان شوي او ٥ تنه نور نيول شوي دي.
دفاع وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي، د توپچي او هوايي ځواک په مرسته دغه پوځي عمليات په ننګرهار، لغمان، غزني، بادغيس، فارياب، کندز، تخار او هلمند ولايتونو کې شوي دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې پهدې اړه تبصره نه ده کړې.